سپورټ یاران
د ممبيي انډیئنز کرکټ لوبډلې د توپ اچونې روزونکی شېن بونډ وایي، په نننۍ لوبه کې د دوی موخه د کی اېل راهول او میانک اګروال ژر سوځول دي.
هغه ویلي چې د دې چارې لپاره هغه په توپ اچوونکو سخت تمرینات کړي، د ۷ متره او ۵ متره په اندازه د توپ اچونې تمرینات یې ترسره کړل.
د هغه په خبره په دوبۍ او ابو ظبي کې ځینې وخت ویشتن ځایونه سلو یا کرار وي او ځینې وخت بونډریانې یا پولې ډېرې اوږدې وي.
نوموړی زیاتوي که چېري په دې دوو ویشتن ځایونو او لوبغالو ۱۵۰ پورې منډې وشي، دا نو مناسب هدفونه دي.
شېن بونډ ویلي چې کی اېل راهول خطرناک او متحرېک لوبغاړی او کولای شي، چې ښه لوبه وکړي.
بونډ د ممبيي پر وړاندې د کی اېل راهول وروستیو درې لوبو ته اشاره کړې.
لوکېش راهول په تېرو درېیوو لوبو کې د ممبيي خلاف یوه لوبه کې ۹۴ منډې کړې وې، بله لوبه کې یې ۷۱ ناسوځېدلې منډې کړي او بله کې یې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې کړي دي، چې درې لوبو کې ۲۶۵ منډې جوړېږي.
نو اورېج یا اوسط یې هم لوړ دی او که چېرته کی اېل راهول او میانک اګروال لوبډلې ته ښه پیل ورکړي، کولای شي ممبيي کرکټ لوبډله له لویو ستونزو سره مخ کړي.
سږ کال هم کی اېل راهول او میانک اګروال دوه هغه توپوهونکي دي، چې په آی پي اېل کې یې تر دې دمه سلیزې وهلي دي.
راهول د بنګلور لوبډلې پر وړاندې په ۶۹ توپونو ۱۳۲ ناسوځېدلې منډې کړي او میانک اګروال د راجستان پر وړاندې لوبه کې ۱۰۶ منډې کړې وې.
د شېن بونډ په خبره که کی اېل راهول او میانک اګروال ژر ونه سوځول شي، نو ممبيي لوبډلې توپ اچوونکي ټکولی شي.
د ممبيي لوبډلې سره جسپرېت بومرا، ټرېنټ بولټ، مېچل مک لېنېګن او ځینې نور ښه توپ اچوونکي شته؛ خو تر دې دمه یې په درې لوبو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي دي.
د نومرو په جدول کې پنجاب کرکټ لوبډله له ممبيي څخه یوه درجه مخکې ده.
پنجاب په درې لوبو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي دي، د نومرو په جدول کې پنځم ځای لري.
د ممبيي کرکټ لوبډله د نومرو په جدول کې شپږم نمبر ده.
هره لوبډله چې نننۍ لوبه وګټي، د نومرو په جدول کې تر درېیم ځای ځان رسولی شي.
د پنجاب او ممبيي کرکټ لوبډلو یوه، یوه لوبه په سوپر اوور کې بنګلور او ډیلي ته بایللي دي.