عمران خان: نړۍ افغان سوله کې د پاکستان پر رول اعتراف کړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
خبر: حنیفه مومند

د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې له جګړې وروسته د اقتصادي برخې د پراختیا پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د پاکستاني رسنیو په حواله، ددې هیواد لومړي وزیر عمران خان د بشپړ ملاتړ اعلان وکړ.
نوموړي د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا له رییس، عبداللله عبدالله سره پرون سه شنبه یو ځل بیا پر خپل پخواني دريځ ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د جګړې لپاره هېڅ نظامي حللاره نشته او یوازنۍ لار، د یوې سیاسي حللارې مخته وړل دي.
هغه خوښي څرګنده کړه چې نړیوالې ټولنه پر وضعیت پوهیدلې او همدارنګه یې د افغان سولې د پروسې په تسهیل کې د پاکستان پر مثبت رول اعتراف کړی دی.
نوموړي وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک، د دغه هڅو اساسي ګام دی.
د یادونې وړ ده چې عبدالله عبدالله د لوړ پوړي هيئت سره پاکستان ته په سفر تللی وو، چې بیرته هیواد ته راستون شوی دی.