ژباړه: صدیقه پوپلزۍ
په ژوند کې زموږ خوشحاله کولو لپاره ډېر شیان شتون لري؛ لکه مطالعه او کتاب لوستل، صحي او خوندور خواړه، موزیک اورېدل، پلي تګ او ورزش کول، ملګرو سره یوزای اوسېدل او داسې نور…
خو ولې هره ورځ دا کارونه نه تکراروو؟ د ډېرو وګرو ځواب دا دی: چې موږ کافي وخت نه لرو. البته، هیڅ لاره شتون نه لري چې د ورځې ساعتونه له ۲۴ ساعتونو څخه ډېر وي ترڅو دا د ډېرې خوښۍ لپاره وکارول شي.
نو موږ باید په دې ۲۴ ساعتونو کې د خوښۍ رامینځته کولو لپاره لاره ومومو!
ستاسو اصلي ستونزه د کارونو د ترسره کولو په څرنګوالي کې ده. ستاسو شاوخوا کې به هم هتمن داسې کسان وي چې هم کار کوي او هم له کورنۍ سره نیږدې اړیکې لري او همداسې خپل سهارنۍ ورزش او اشپزي ته هم وخت لري. داسې نده چې د هغوی ورځ به له نورو نه اوږده وي خو خبره دا ده چې دوی خپل له وخت څخه په سمه توګه ګټه اخلي. تاسو کولای شئ په ورځ کې خپل ۵ دقیقې هغه کارونو ته ورکړئ چې تاسو ورسره مینه لرئ. دا ۵ دقیقې په رښتیا ستاسو ژوند بدلوي. دې وخت ته خپل شخصي ودې لپاره د پانګونې په توګه فکر وکړئ.
په ورځ کې ۵ دقیقې، کله چې حتی تر ټولو بوخت خلک هم لري!
د دې ۵ دقیقو په جریان کې، تاسو به مهم ګامونه پورته کړئ. د ورځني عادت رامینځته کول به ډېري شیان بدل کړي. زه هم تاسو سره موافق یم چې موږ نه شو کولای په ۵ دقیقو کې کتاب ولولو، فلم وګورو او یا هم ورزش وکړو. تاسو لا هم د خپل ژوند مزاج ښه کولی شئ.
۱ـ ځان ومینځه
ایا کله مو هم د اوبو د شفا ورکولو اغېزه باندې فکر کړئ؟ تاسو وروسته له کاره به ډېر د ستړیا احساس کوئ. یو ځل حمام کول تاسو ته ښه حس درکوي.
د یو ښه بوی لرونکې شامپو یا صابون څخه ګټه واخلئ، چې تاسو ته ښه حس درکوي. دا ۵ دقیقې یوازې او یوازې خپل ځان لپاره ولرئ. تاسو مهمه یاست! احساس وکړئ چې څنګه اوبه ستاسو له بدن څخه فشار لرې کوي. کله چې تاسو د ارام کولو په اړه فکر کوئ تاسو پوهېږئ چې یو ساده شاور به ستاسو د فکر کولو څخه ډېر اغېزناک وي. خپل په ژوند کې اغېزه یې وروسته له ۵ دقیقو به وګورئ.
۲ـ مننه وکړئ
له نورو ورځو څخه سبا ۵ دقیقې وختي له خوبه پاڅېږئ. دا ۵ دقیقې ستاسو پر خوب به اغېزه ونه کړي خو کولای شي ستاسې په هوښیارتیا او ستاسو په ښه حالت باندې ولري. د هر کار ترسره کولو نه مخکې ارامه په یو ځای کې کینئ. خپل سترګې وتړئ او د ښه شیانو په هکله فکر وکړئ. لکه: کورنۍ، ملګري، خپل کور او همداسې نورو شیانو په هکله تمرکز وکړئ. او اجازه مه ورکوئ چې منفي فکرونه ستاسو ذهن ته لاره پیدا کړي. د دې ۵ دقیقو په اخیر کې ژوړه ساه واخلئ او د دې ټولو نعمتونو لپاره منندوی اوسئ.
دا کار هره ورځ ترسره کړئ! کله چې ورځ مو د مثبتو فکرونو سره پیلوئ، نو تاسو به د راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره ډېر ځواک ولرئ.
۳ـ ملګرو سره اړیکه ونیسئ
نورماله خبرې څومره اوږدېدلی شي؟ هره ورځ خپلو ملګرو سره وصل شئ. له دوی څخه وپوښتئ چې څه کوي او واورئ چې دوی څه وایي. خپلې اندېښنې او خوښئ له دوی سره شریکې کړئ. دا کار تر پیام ورکولو په ټولنیزو شبکو کې له هغه نه ښه دی. احساسات لېږدول کیږي او ځانګړي شیان رامنځته کیږي. تاسو به وګورئ چې څومره ښه احساس به ستاسو په ژوند کې دا خل شي.
۴ـ لومړیتوب ورکړئ
بله لاره چې تاسو یې ۵ دقیقو کې کولای شئ ترسره کړئ د دندو لومړیتوب دی. د غوړه ژوند لپاره تر ټول مهم شیانو په هکله فکر وکړئ چې تاسو یې کولو ته اړتیا لرئ. تاسو ممکن د خپل کاري مهال وېش کې د لومړیتوبونو لیست ولرئ. مګر دا لیست دهغه نه مختلف دی. خپل ژوند لپاره کوم د اوږدې مودې لپاره چې مو موخه ټاکلې هغه نه مرسته ترلاسه کړئ.
دا تمرین به تاسو سره مرسته وکړي چې د ورځنیو کارونو په وجه خپل په لویو موخو تمرکز وکړئ.
۵ـ یو څه پیل کړئ
پیل یې کړئ. پیلول تر ټولو سخت ګام دی. د یوکتاب لوستل پیل کړئ. حتا که ۵ دقیقې هم وخت ولرئ یوه پاڼه لولی، د کتاب لوستلو دوام لپاره به همدا پیل وي. د انلاین کورس لپاره لاسلیک وکړئ. ډېري وړیا مجازي زده کړي فرصتونه شتون لري چې تاسو یې تعقیب کولی شئ. ایا تاسو فکر کوئ چې تاسو به وخت ونه لرئ؟ ستونزه نشته، نوملیکنه وکړئ. تاسو ممکن په راتلونکو ورځو کې د دې تعقیبولو لپاره ډېره هڅونه ولرئ.
په نهایت کې، موږ ټوله خپل ورځني ژوند کې د دې ۵ دقیقو نه وخت لرو. خپل ځان لپاره وخت پرېږدئ او هره ورځ خپلې ګټې تکرار کړئ. یو څه وخت وروسته به وګورئ چې په دې ۵ دقیقو کې څه پیل شوي یا ترسره شوي.