ليکنه: محمد عزيز پردېس
ژباړه د يوې ټولنې په پرمختګ کې او وروسته پاتېوالي کې رغنده رول لوبوي.
هغه ټولنې چې ژباړې ته ارزښت ورکوي او په دې برخه کې خواري ګالي، له پرمختللو ټولنو څخه ګڼل کېږي.
همدا ژباړه چې ده په وسيله يې د يوې ټولنې کلتور، هنر، ادب او کړه وړه په اړه معلومات بلې ټولنې ته لېږدوي يا په بل عبارت ويلی شو چې ژباړه د دوو ټولنو ترمنځ د اتصال کړۍ ده.
له نېکه مرغه په تېرو دوو لسيزو کې په هېواد کې د نورو برخو ترڅنګ د ژباړې په برخه کې هم د پام وړ هڅې او کارونه شوي دي، خو دا بسنه نه کوي.
اوس مو هم اوږده لاره مخ ته پرته، دلته څلوېښت کاله کېږي جګړې او تاوتريخوالي په افغاني ټولنې خپل کرکجن سيوری غوړولی دی. جګړې د نورو برخو ترڅنګ د ژباړې پر بهير هم خپل سيوری غوړولی دی.
خو ناهيلی نه ده پکار، په تېرو دوو لسيزو کې په دې برخه کې د کميت له لحاظه ډېر کار شوی دی خو بسنه نه کوي او لا هم اړتيا ده او تر ټولو مهمه دا چې له دې وروسته اړوندو بنسټونو او اشخاصو ته پکار ده چې په هېواد کې د ژباړې د کميت ترڅنګ د کيفيت برخې ته هم پوره پاملرنه وکړي.
سربېره پر دې چې د ژباړې په برخه کې دلته د شخصي او دولتي بنسټونو ترڅنګ د دې برخې د مختلفو فعالينو لخوا د پام وړ کار او هڅه کېږي، خو د کيفيت او دې برخې ته د يو منظم سيستم جوړولو له اړخه هڅې په نشت حساب دي.
اړوندو ادارو او فعالينو ته پکار ده چې په هېواد کې د ژباړې د لړۍ د لا ښه والي لپاره د مشرانو او ځوانو ژباړونکو سره خپلمنځي ناستې وکړي، د دوی ستونزې واوري او د دې بهير د لا منظم کېدو لپاره د دوی نظريات او مشورې واوري.
په پای کې د ژباړې نړيواله ورځ دې ټولو افغان ژباړونکو او هغو اشخاصو او بنسټونو ته مبارک وي چې په دې برخه کې هڅې کوي.