ژباړه: عایشه حیدري
ممکن د بریا تعریف د خلکو ترمنځ د هغوی موخو او لومړیتوبونو ته په کتو توپیر ولري، ځینې شاید د لوړو زدهکړو پایته رسول بریا وګڼي، ځينې د ژوند لپاره د غوره شریک مونده بریا ګڼي او ځينې نور د غوره دندې، کور او نورو امکاناتو ترلاسه کول خپلې بریاوې ګڼي. ستاسو بریا هغه ده چې تاسو خپلو ټاکلو موخو ته رسوي، موخو ته رسېدل زیار، دوامداره هڅو، ټینګې مبارزې او پیاوړي هوډ ته اړتیا لري، او پرته له دې تاسو نه شئ کولای بریا خپله کړئ.
نن په دې لیکنه کې تاسو سره ځینې هغه موارد شریکوو چې بریا ته د رسېدو په لار کې مو مرسته کولای شي، لیکنه تر پایه ولولئ.
۱ – ژوند لنډ ډی
کله مو فکر کړی دی چې ژوند لنډ دی او کېدای شي څو شیبې، څو ګړۍ، څو ورځې او یا څو اونۍ وروسته ژوندي نه اوسئ؟ هغه وخت بیا څه کوئ؟ څوک به مو په زړه را ورېږي؟ چا پسې به خپه یاست؟ څه کولای شئ؟ کوم کارونه تر نورو کارونو اړین دي چې باید اوس یې تر سره کړئ؟
دا پوښتنې له ځانه و پوښتئ، او د هرې پوښتنې ځواب و لټوئ، د خپلو پوښتنو د ځواب موندنې لپاره هڅه و کړئ او که مو ځواب و موند نو بریالي به یاستئ.
۲ – تل ځوان اوسئ
دا سمه ده چې مونږ نه شو کولای د تل لپاره ځوان پاتې شو خو څېړنو ښودلي چې د انسانو ذهن تر ۶۰ کلنۍ وروسته یواځې یو سلنه کمزوری کېږي، نو هڅه وکړئ چې د خپل ذهن او زړه مو ځوان پاتې شي.
۳ – خپلې ورځنۍ چارې ولیکئ
په ورځنۍ ژوند کې چې کومې کړنې ترسره کوئ، ټولو ته یو لیک لړ جوړ کړئ، او هڅه وکړئ چې ځان ته وړ او ښه مهال ویش و لرئ دا کار به له تاسو سره مرسته وکړي چې هم خپل ټول کارونه په مناسب او وړ وخت کې ترسره کړئ او هم به ستاسو وخت ضایع نه شي.
۴ – تاسو، یوازې تاسو یاست
هو تاسو، یواځې تاسو یاست! هېڅوک مو ځای نه شي نیولای، ستاسو وړتیاوې ځانګړې دي، ستاسو خوی، عادتونه او فکر له بل چا سره ورته نه دی، هڅه مه کوئ چې بل څوک و اوسئ، ځکه که تاسو هڅه و کړئ، هغه انسان و اوسئ چې نه یاست، دا کار به ستاسو د ناکامۍ لامل شي.
نو هڅه وکړئ چې هغه څوک و اوسئ چې یاست، دا کار به تاسو سره د خوشاله او سوکاله ژوند په درلودلو کې ډېره مرسته وکړي.
۵ – بریاوې مو ونمانځئ!
کله چې په ژوند کې بریالیتوب ته رسېږئ، نو هڅه و کړئ چې د خپل دغه بریالیتوب ولمانځئ، او له خپلې بریا خوند واخلئ، دا کار به له تاسو سره مرسته و کړي چې د لا ډېرو بریاوو لپاره لا ډېرې اغېزمنې هڅې وکړئ.
که تر هر ځل بریا وروسته خپله بریا و نه لمانځئ، ستاسو زړه له بریا څخه تورېږي او نور به د بریالیتوب لپاره هڅه و نه کړئ، نو د خوشاله ژوند درلودلو لپاره خپلې برياوې تل و لمانځئ.
۶ – خوشبخته یاست
تل په دې فکر اوسئ چې تاسو د خوشبختۍ وړ او خوشبخته یاست، دغه جمله څو څو ځلې تکرار کړئ او تل مو باید په ژبه وي، ځکه خوشبختي د انسان د وجود یوه برخه ده، بسنه کوي چې مونږ یې احساس او درک کړو.
خدای (ج) چې په ژوند کې هر څه درکړي پر هغو لپاره شکر وباسئ، دا کار به تاسو ښه او خوشاله ژوند خواته بوځي.
۷ – د ځان ستاینه وکړئ!
مونږ ټولو د ستاینو هنر هېر کړئ، تاسو باید د خپلو شتو په اړه سوچ و کړئ، نه د هغو شیانو په اړه چې یې نه لرئ، باید د خپل ژوند ټول ښایستونه و وینئ او ستاینه یې وکړئ، که مو داسې و کړل نو ژوند به مو د خوږې تجربې او خاطرې په شان وي او تل به ترې خوند اخلئ.
۸ – په دې پوهېدل چې مونږ حیرانونکي موجودات یو
انسان تر ګل نازک او تر کاڼي کلک دی، د ډېرو ستونزو د هوارئ وړتیا او د توپانونو په وړاندې د درېدو ځواک لري دا لکه لمر روښانه ده چې انسانان حیرانونکی ځواک لري، خو ډېری انسانان له خپل ځواک او وړتیاوو ناخبره دي. انسانان ډېری وخت د خپلو ستونزو په وړاندې مبارزه نه کوي، نو ځکه یې له ژوند څخه خوښۍ کډه کوي.
یاد و لرئ! هر کله چې له کومې ستونزې سره مخ شوئ او هېڅوک مو د مرستې لپاره پیدا نه کړل، نو سترګې پټې کړئ او ژوره او تازه واخلئ، ستونزه مو سترګو ته راولئ، او د خپلې ستونزې د هوارېدو لار وسنجوئ، سترګې مو پرانیزئ، ستاسو خپل وجود به ستاسو مرستې ته را ودانګي او د نورو مرستې ته به اړ نه یاست.
۹ – له ماتې مه وېرېږئ
امریکايي کارپوه او هڅوونکی زیګ زیګلار وايي ماتې خوړل یوه پېښه ده، او هېڅوک ماتې نه خوري خو په دې شرط چې خپل لید لوري ته بدلون ورکړي. که په یوه کار کې ماتې خورئ نو دغه ماتې ته د یوې عادي پېښې په سترګه و ګورئ او هغه د زده کړې لپاره معیار و ګرځوئ، نوموړی زیاتوي: کله چې زه له کاره اخراج شم او دنده له لاسه ورکړم، تر یوې کچې ځورېږم خو ماتې نه منم، لنډ ځنډ کوم، ژوره سا اخلم او هر څه له سره پیلوم ځکه هره ورځ یوه نوې ورځ ده.
ډېره خلک ماتې خوړل د بریا د انګېزې وژونکي ګڼي او دومره خواشیني کېږي چې د بریا لپاره خپل ټول چانسونه زیانمنوي او لاس ته راغلي فرصتونه له منځه وړي. له ماتې مه وېرېږئ، پر ځان باور و لرئ او تر تېر ځل لا ډېر پیاوړي او ځواګمن ګامونه واخلئ.
۱۰ – مه تسلیمېږئ
کله چې خپلو موخو ته ژمن اوسئ، نو د تسلیمېدو حق نه لرئ، تاسو اړ یاست چې هر هغه ګټور کار و کړئ چې تاسو خپلو موخو ته نیژدې کوي. یاد مو وي چې بریا د شپې په خوبونو نه ترلاسه کېږي، تاسو اړ یاست چې هره ورځ هڅه وکړئ او زیار و کاږئ، د هرې ورځې کوچنۍ بریا به مو خپلې سترې موخې ته و رسوي او که مو یوه ورځ هم خپلو موخو ته له رسېدو لاس واخیست، د هغې ورځې بریا مو له لاسه ور کړې ده، او هېڅکله یې نه شئ جبرانولی.
له ځانه و پوښتئ چې هغه کار باندې چې بوخت یاست تاسو خپلو موخو ته رسولی شي؟ که ځواب د پوښتنې ځواب منفي وي نو په خپلو لومړیتوبونو له سره بیا غور وکړئ.