شرى يوه خطرناکه ناروغي ده

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: شپنه سلګۍ

شری يوازې داسې ناروغي نه ده چې ماشومان پرې اخته کېږي، بلکې داسې یوه ناجوړتيا ده چې بايد جدي ونيوله شي. دا ميکروب د ماشومانو او لويانو دواړو ژوند ته خطر پېښوي.
د شري لومړي ښکاره نښې ګرمکي یا سرې داني دي چې خارښت کوي. دا سره ټکي تر ټولو مخکې د غوږونو تر شا راښکاره کېږي. د دې ګرمکو تر څرگنديدو درې ورځې د مخه د ناروغ په بدن کې ويروس ډېر تکثر کړي وي او پرته له دې چې ناروغ پري وپوهېږي ناروغي یې نورو ته سرايت کوي. د شري ډاډمن تشخيص په وينه کې د انتي بادي په موندلو سره کېږي.
د شري ميکروب د هوا له لارې بل کس ته انتقالېږي. په دې ميکروب ککړ کسان ويروسونه د هوا له لارې د ډېرو کوچنیو څاڅکو په شکل کې نیغ په نیغه نورو ته انتقالوي. دا څاڅکي د مثال په توگه د ټوخيدو او يا پرنجيدو پر وخت او همدا راز د خبرو پر وخت رامنځته کېږي. شری ډېره ساري ناروغي ده. په اوسط ډول د شري هر ناروغ ۱۵ نور انسانان په دې مرض ککړوي.
انسانان د شري د ويروس يوازيني کوربانه دي يعنی د شري ويروس يوازی د انسان په بدن کې وده کوي.

په اړه یې وړاندوينه مشکل کار دی

د شري په ويروس تر ککړيدو څوارلس ورځې وروسته تبه او ټوخي پېليږي او پر بدن راختلې سرې دانې یا ټکي خارښت شروع کوي. د دې علایمو پر وخت ډاکتران د آرامولو له پاره اړوند درمل توصيه کوي. په دې ترڅ کې د دې احتمال شته چې ناروغ په نورو تکليفونو لکه د غوږ د دننې برخې په التهاب او يا همدا راز د سږو التهاب يا سينه بغل هم اخته شي.
واکسين له شري څخه د ځان ستاتنې تر تولو غوره لاره ده
دغه ناروغۍ بيا ځیني وخت په خراب صورت د بدن د اوبو وچيدو او يا ټول بدن د کمزوريدو باعث کيږي. شری کومه ځانگړې درملنه نه لري. د انسان بدن بايد خپله د ویروس سره مبارزه وکړي.

شری د ماشومانو ناروغي ده؟

تر ټولو ناوړه ناروغتيا چې د شري ويروس یې رامنځ ته کولی شي، مننجاېتس( مننژيت) يا د مغزو د پردې التهاب دی. دا مغزو ته سخت زيان رسولی شي او کېدای شي د معيوبيدو سبب هم شي.
د مغزو د پردې پاړسوب په دغې ناروغۍ اخته له هرو زرو څخه یې يوه تن ته پېدا کيږي او په دې اخته هر پنځم تن مړ کيږي. دا ډول پېچلتياوې اړينه نه ده چې د شري د ناروغتيا په جريان کې رامنځ ته شي بلکې دا څو کاله وروسته هم سړی ته پېدا کيدلی شي. تنکي ځوانان او لويان هم په شري اخته کيدلی شي.

واکسين د ځان ساتلو تر ټولو غوره لار

ډېری مېندې او پلرونه خپل اولادونه نه واکسين کوي ځکه هغوی یې له جانبي عواقبو څخه ويره لري. هغوی فکر کوی چې دا به ښه وي چې اولادونه يې په طبيعي لارې په دې ميکروب اخته شي. هغوی فکر کوي چې که اولادونه یې په طبيعي توگه په دې ميکروب اخته شي او دا مرض تېر کړي نو د مدافعې سسټم به یې پياوړی شي. خو کارپوهان پر دې باوري دي چې داسې څه نه کيږي. تر یو کلنۍ وروسته ماشومانو ته د واکسین د کولو سپارښتنه کیږي.
د روغتيا نړيوال سازمان ډبیلو اچ او، دا هدف ټاکلی وو چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به په ټوله نړۍ کې شری له منځه یوسي. خو دې هدف ته تر اوسه يوازې یو څو هېوادونه رسېدلي دي.