سمندري هدیرې

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

زمکه سره ده او چې زمکه سره شي نو هر سړی منډې وهینه. عراق په وینو لمبیدلی او کنډواله پروت دی. د سوریې ړنګ دیوالونه د خپلو ښایسته وګړو په وینو لړل شوي او زموږ په ګران وطن کې هم د وینو لښتي بهیږي. همدا اصلي علتونه دي چې خلک په تیښته دي. د خپل ژوند د بقا لپاره منډې وهي. ځینو نورو افریقايي هیوادونو کې بیا فقر او بیکارۍ خلک دې ته اړ کړي چې خپل وطنونه پریږدي او د ګیډې دوزخ ډکولو لپاره د شتمنو هیوادونو لمنو ته ور ودانګي. بعضې هیوادونو کې بیا د دیکتاتورانه نظامونو لنډې او تنګې فضاء خلک تیښتې ته اړ کړي دي…
علت که هر څه دی وي به؛ خو کومه لاره چې مجبورو انسانانو د خپل نجات لپاره ټاکلې، خطرناکه او خونړۍ ده. پر دغه لاره غیر قانوني او د انساني قاچاقبرو تر امر لاندې مزل کیږي او قاچاقبرو ته یوازې پیسې مهمې دي او بس؛ همدا دلیل دی چې د دې سفر ټکان ورکوونکي خبرونه وخت نا وخت تر غوږونو رسیږي.
اژین Aegean د کډوالو قبرستان
اژین دریاب له مدیترانې سمندر څخه راغځیدلی او د یونان او ترکیې تر منځ بهیږي. اژین، څه باندې (۶۰۰) کیلومتره اوږدوالی لري.
له دې سمندر څخه، تر ترکیې را رسیدلي کډوال یونان ته د لارې په توګه استفاده کوي؛ خو په داسې ابتدایي او نا خوندي وسیلو کې سپاره وي لکه په لوی لاس چې خپل مرګ ته هرکلی وايي.
دوی له ټوپانو څخه په جوړې شوې کښتۍ کې سپریږي او هغه هم له اندازې زیات، همدا لامل دی چې وخت ناوخت یې بیړۍ غرقې شي او سمندري ژوي پرې ماړه شي.

د مارچ په ۱۷مه، اسوشیتید پریس ( AP) اژانس راپور ورکړ چې په دغو اوبو کې ۱۶ کډوالو ژوند له لاسه ورکړ.
پر دغه خطرناکه بحري لاره ځینې کډوال له خپلو کورنیو سره سفر کوي، همدا لامل دی چې قربانیان یې نه یوازې ځوانان بلکې میرمنې او ماشومان هم وي. لکه په دغو تازه ۱۶ غرق شویو کډوالو کې چې ۶ ماشومان هم شامل دي.
یونان چې د فلسفې، هنرونو او اساطیرو وطن دی، د زرګونو نابللو ناقانونه کډوالو کوربه دی. د دې هیواد په ګڼو ټاپو ګانو کې د اروپا، په ځانګړې توګه د جرمني، په نیت را خوځیدلي کډوال بند پاتې دي. دا ځکه چې اروپایې هیوادونو خپلې پولې ټینګي کړي دي او څوک ترې ناقانونه تیریدای نشي.
د یونان دوزخونه
د امپراتوریو وطن یونان اوس په پخواني کش کې نه دی. په ۲۰۰۹ کال کې چې د اقتصادي ناورین کومې څپیړې وهلی اوس یې هم مخ شین دی او د دې توان نلري چې زرګونو نابللو کډوالو ته د ژوند شرایط برابر کړي. هلته میشت کډوال دردونکې کیسې لري. د دې کیمپونو کډوال په نازکو خیمو کې اوسیږي. له یوې خوا طبیعت ( سړه هوا) ور سره دښمني کوي او له بلې خوا خپله یو بل ته غضب شوي دي.
دلته په نازکو خیمو کې خوا په خوا د بیلابیلو ادیانو، عقایدو، فرهنګونو، اخلاقو او وطنونو خلک ژوند کوي؛ ځکه خو ژوند تریخ دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) د فبروري د میاشتې راپور په کیمپونو کې له جنسي تیریو خبر ورکوي. د دې راپور په حواله، چې دویچوله انګریزې ویبپاڼې خپور کړی، د لیسبوس (Lesbos) ټاپو په موریا( Moria) او د ساموس (Samos) ټاپو په وادي (Vathy ) کیمپونو کې جنسي ځورونې شته او حتی نجونې له ویرې حمام نشي کولای. تشنابونو ته په ویره او ترس ځي. د یونان په نورو کیمپونو کې هم وضعیت ناوړه دی.
یو بل سمندري ګورستان
د مدیترانې سمندر یوه بله تر ټولو ستره خونړۍ لاره ده. د دې سمندر له لارې افریقايي وګړي لیبیا او بیا ایټالیې ته اوړي. دغه اوږد سفر هم د ابتدايي بیړیو په ذریعه کیږي. له حده زیات کسان پکې سپریږي او خپل مرګ ته غیږه ورکوي.
په دې سمندر کې د کښتیو ډوبیدو له امله د وژل شویو او ورکو شویو کډوالو شمیره هیښونکې ده. له ۲۰۰۰ کال راهیسې، په دې سمندر کې شاوخوا (۳۳۰۰۰) ناقانونه کډوال مړه شوي دي. راپورونه کاږي چې یوازې تیر میلادي کال له (۳۰۰۰) ډير کډوال په دغه سمندر کې د کښتیو ډوبیدو له کبله له ژوند سره مخه ښه کړې.
له دغو خونړیو او زړه بوګنوونکیو پیښو سره سره، پر همدې خونړیو لارو د کډوالۍ سلسله جاري ده.

که له یوې خوا لارې خونړۍ دي له بلې خوا اروپايي هیوادونو هم خپلې پولې د ناقانونه کډوالو په مخ ټینګې تړلي دي. دوی هغه وخت د کډوالو له هجوم وویریدل چې د جرمني د پرانیستو سرحدونو کړنلارې دغه هیواد ته د کډوالو بهیر ور مات کړ. په ۲۰۱۵ کال کې شاوخوا یو میلیون کډوال جرمني ته داخل شول.
اوس اروپايي ټولنه کوښښ کوي چې له نویو کډوالو ځان وژغوري او پخوانیو ته هم داسې لارې جوړې کړي چې ترې بې غمه شي.
د اروپايي ټولنې او ترکیې ترمنځ د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې یو تړون لاسلیک شو. د دې تړون له مخې ترکیه باید یونان ته د اوښتوونکیو کډوالو مخه ډب کړي، همدارنګه د دې تړون په اساس هغه کسان چې نه غواړي د یونان په کیمپونو کې پاتې شي او د پناه غوښتنې دوسیې یې هملته وڅیړل شي او یا یې غوښتنه رد شي، هغه به بیرته ترکیې ته ګرځول کیږي.
کډوالي یو پیژندل شوی بشري حق دی. هر څوک کولای شي د اړتیا په وخت کې له دغه حق څخه استفاده وکړي، خو د استفادې لپاره به قانوني او مشروع لارې غوره کوي. ناقانونه مهاجرتونه جرم دی او مجرم د چا لپاره د زړه سوی وړ نه دی. هغوی چې غواړي غیرقانوني سفرونه وکړي، ښه ده چې لومړی د دغو سفرونو له خطرونو ځان خبر کړي. هسې نه چې له بارانه وتښتي او ناوې لاندې کیني.
د کډوالو د هغې بیړۍ ویډیو چې د مدیترانې په سمندر کې ډوبه شوه؛
https://www.youtube.com/watch?v=8pLo0ea69jc

محمد نعمان دوست
د ثور ۲مه، ۱۳۹۷

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.