د هندي فلمي صنعت مخکښه اداکاره دیپیکا پډوکون د بالیوډ د درملو د قضیې د تحقیق په جریان کې په جرم اعتراف کړی دی.
د هنديږنباعو رسنیو د وروستي راپورونو له مخې، د بالیوډ اداکارې “دیپیکا پډوکون” د مخدره توکو کنټرول بیورو (NCB) ته په یوه وینا کې اعتراف کړی، چې هغې د خپل مدیر “کرشما پرکاش” سره د مخدره توکو په اړه خبرې کړې وې.
هندي رسنۍ وايي، چې د مخدره توکو کنټرول بیورو (NCB) څېړنیز ټیم لا هم د دیپیکا پډوکون څخه پوښتنې کوي، که څه هم د NCB دفتر مخکې ته امنیتي تدابیر ډېر نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د بالیوډ د درملو قضیې په اړه څېړنه د سپټمبر په ۲۶ په ممبی کې پیل شوي.
د هندي رسنیو په حواله، د بالیوډ اداکاره “دیپیکا پډوکون” او “شارده کپور” د یک شنبې په سهار د ممبۍ په “کولابا ایولین” میلمستون کې د “سشانت سینګ راجپوت” ځان وژنې پورې اړوند د مخدره توکو قضیې ته رسېدلي، چېرې چې د مخدره توکو کنټرول بیورو یوۀ ځانګړې څېړنیزه ډله د پوښتنو لپاره موجود ده، او له دوی څخه یې تحقیقات یا څېړنې کوي.
بل لوری “سارا علي خان” هم په عین ورځ د NCB د بالارډ ریاست دفتر ته رسېدلې وه، چېرته چې د یادې اداکارې څخه هم د پوښتنو او ګریوږنو احتمال کېږي.
د هندي رسنیو راپورونو په حواله: د “دیپیکا پاډوکون” مدیر ‘کریشما پرکاش’ چې د جمعې په ورځ ترې پوښتنې ګروږنې شوي وي، په دویمه ورځ بیا د پوښتنو لپاره د NCB دفتر ته ورغلی، په ورته وخت کې ، د “راکیول پریت سینګ” او “کریشما پرکاش” سره یوځای ځنې تحقیق څلور ساعته دوام وکړ.
د تفتیش په جریان کې “د مخدره توکو کنټرول بیرو” ادارې د ‘واټس اپ’ هغه چټ په اړه هم له “راکول پریت سینګ” او “کرشما پرکاش” څخه پوښتنې کړې، کوم کې چې ادعا شوې وه، چې “دیپیکا پاډوکون” مخدره توکي کارولي دي.
د یادونې وړ ده چې د بالیوډ د مخدره توکو قضیې په اړه تحقیقات د “ریا چکرورټي” لخوا پیل شوي. ریا چکرورتي، چې د “سشانت سینګ”د ځانوژنې په قضیه کې نیول شوې وه، د تحقیقاتو پرمهال یې څرګنده کړې وه، چې د سشانت پخوانۍ ملګرې سارا غلي خان هم ورسره یو ځای درمل کارول.
ریا چکرورټي ویلي و، چې هغه نه یوازې دا چې لوبغاړې سارا علي خان سره، بلکې د “راکول پریت سینګ “، “سمن کمباټا” او د سشانت سره په ګډه نشهيي توکي کاروي.