د خپل ځان لپاره ژوند کول

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

کوم کسان چې یوازې د ځان لپاره ژوند کوي هغوی تر ټولو ښه او خوندور ژوند لري، ځان ته ژوند کول موږ ته دا راښیي چې په پوره توګه او د ټولې مانا سره خپل هویت وپېژنو.
کوم کسان چې خپل ځان لپاره ژوند کوي د هغوی نښې عبارت دي له:
خپل ځانته ارزښت ورکوي.
که څوک نیوکه پرې وکړي، هغه نیوکو ته پاملرنه نه کوي، فقد خپل کار کوي.
له خپل ارزښت او باور څخه ملاتړ او دفاع کوي.
تل نورو ته درناوی کوي.
تل په همدې هڅه کې وي چې له نورو سره مرسته وکړي.
خپل د ضعف او قوت له ټکو څخه خبر دي.
له هغو کسانو سره مشوره کوي چې په کار پوه او خبر وي.

ولې خپل ځان ته ژوند نشو کولای؟

ځکه که خپل ځان ته ژوند وکړو، فکر کوو چې نور خلک به له لاسه ورکړو، په خپل ځان مو باور ټیټ دی، ځکه چې زموږ کورنۍ موږ یې همداسې روزلي یو، داسې فکر کوو چې خپل ځانته ژوند وکړو، موږ به ټول هېر کړي، یا به هم هېڅوک ارزښت نه راکوي او تل د نورو وګړو خبرو ته غوږ نیسو، ځکه ځانته ژوند نه، بلکې نورو ته ژوند کوو.
خپل ځان لپاره ژوند کول هم ځینې اصول لري لکه:
باید خپل د جسمي او بدني ځانګړتیاوو څخه خبر ووسو، چې کوم کار څه ډول او په کوم وخت کې کولای شو.
له خپلو مثبتو ټکو څخه هم باید خبر ووسو چې کوم ټکي مثبت او کوم منفي راکې شته.
له خپل فکر څخه باید خبر ووسو.
پر خپل ارزښت او باورونو پوه شو.
کومې موخې چې موږ خپل ژوند کې لرو، باید پرې خبر ووسو.

د خپل ځان لپاره د ژوندکولو لارې

خپل ځان او نور پرېږدو.
خپل ځان او نورو خلکو لپاره باید حد او مرز وټاکو، چې هر څه معلوم او مشخص وي.
خپل د فکر طرز او ډول باید تایید کړو، د نورو خلکو فکرونو پسې باید ونه ګرځو.
لومړۍ باید خپل له ځانه ساتنه وکړو بیا له نورو څخه.
په اوس مهال کې باید ژوند وکړو، نه دا چې خپل تېر وخت او یا د راتلونکې په اړه فکر وکړو.
خپل وخت د نورو په راضي کولو باید تېر نه کړو.
د نورو خلکو خبرو ته باید ارزښت ورنه کړو، ځکه د خلکو هر ډول چې زړه شي خبرې کوي.
خپل دننه د نورو وګړو له دباندې سره باید پرتله نه کړو.
خپل احساسات باید بیان کړو، پټ یې ونه ساتو.
دا مهارت باید ولرو، چې خپل ځان ښه وپېژنو.
خپلو مثبتو ټکو ته باید ډېره پاملرنه وکړو نه منفي.
له نورو سره ښې اړیکې برقراره کړو، او ښه چلند وکړو.
ځانګړې موخې باید وټاکو.
کومو شیانو ته چې بدلون نشو ورکولای، نو ښه ده چې همداسې یې پرېږدو.
له نورو څخه تقلید ونه کړو، هڅه وکړو چې نوي شیان رامنځته کړو.
څنګه کولای شو چې د خپل ځان لپاره ژوند وکړو؟
خپل اصل اوسو، نه دا چې کوم ډول چې نور وګړي غواړي.
کوم کسان چې ځورولي یې یو، هغوی ته بښنه وکړو.
که څوک منفي خبره راته کوي، هغه خبره نه‌اروېدلې وګڼو.
د ښو خلکو او ښو شیانو قدرداني وکړو.
خپلې اړیکې باید په هوښیارۍ سره وټاکو او پر مخ لاړ شو.
کوم کسان چې له موږ سره مینه لري، ویې پېژنو.
داسې کارونه وکړو، چې په راتلونکې کې له خپل ځانه مننه وکړو.
د تفریح لپاره باید وخت ولرو.
د ژوند له کوچنيو شیانو څخه خوند واخلو.
دا واقعیت باید ومنو چې تېر شوی وخت اوس نشته.

خپل ځانته ژوند کولو لپاره څلور اصله:

مسولیت‌منونکي اوسو؛
مهربانه اوسو؛
خپل ځانته لومړیتوب ورکړو؛
نسبت ژوند ته بې پروا ونه اوسو.