ولسمشر غني: ټاپي پروژه تر راتلونکي کال هرات ته رسیږي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون ماسپښین په ولسي جرګه کې د فراه او بادغیس ولایتونو د خلکو له استازو سره وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا ناسته په ارګ کې ترسره شوې ده.
په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني او د بادغیس ولایت د خلکو استازي عبدالبصیر عثماني د نورو په استازیتوب د امنیت، د پوهنې د پراختیا، انکشافي پروژو او په بېلابېلو دولتي ادارو کې د دغو ولایتونو د کادرونو د استخدام په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه بیان او له جمهوریت څخه خپل قاطع ملاټر اعلان کړ.

امنیتي برنامې

دې ناسته کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یادو ولایتونو او په مجموع کې په ټول هیواد کې د امنیت د تامین په خاطر د تدابیرو په اړه معلومات ورکړل او د ولس محوره امنیتي پلان د یادولو پر مهال یې وویل، د فراه او بادغیس ولایتونو د امنیتي ستونزو د حل په موخه امنیتي برنامې ترلاس لاندې دي.

د کادرونو لیست ترتیبول

سرچینه زیاتوي؛ ولسمشر اشرف غني د یادو ولایتونو استازو ته وویل چې د خپلو کادرونو لیست ترتیب کړي او په اړه به یې لازم اقدامات وشي، خو د کادرونو په استخدام کې معیار یو مهم اصل دی.

هغه زیاته کړه:

«په ټول هیواد کې ۹۵ سلنه ښوونکي بایومتریک شوي او پوهنې ته له پاملرنې پرته د هیواد پرمختګ امکان نه لري.»

ښاغلي غني د هیواد لویدیځ زون ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا یادونه وکړه وې ویل، په دې برخه کې لازمه همغږي رامنځته شوې او پرمختګونه د لمس وړ دي. هغه په فراه او بادغیس ولایتونو کې د ښځو د فعال رول قدرداني وکړه وې ویل، ټاپي تر راتلونکي کال پورې هرات ولایت ته رسېږي.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، یو له عمده مواردو څخه کندهار ولایت ته له ترکمنستان څخه د برېښنا مزي لین لېږد وو چې ۱،۳ میلیار ډالر پانګونه پرې شوې ده.
سرچینه زیاتوي؛ د ولسوالیو په امنیه قومندانیو کې نویو تغییراتو ته په اشارې وویل، د افغان ولس په ځانګړي ډول د هیواد د لېرې پرتو سیمو او ولایتونو د امنیت تامین ته پاملرنه، د افغانستان دولت له لومړیتوبونو څخه دي.