سعودي عربستان د اکتوبر له څلورمې د سعودي اتباعو او بهرنیانو ته د عمرې او زیارت کولو اجازه ورکړه.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت په حواله، عمره به په مرحلهوار شکل وي. په لومړي پړاو کې به د اکتوبر له ۴ څخه د ۶۰۰۰ تنو اتباعو او د هېواد اوسیدونکو ته د عمرې کولو اجازه ورکړل شي. دویم پړاو به د اکتوبر په ۱۸ او دریم پړاو به د نومبر په لومړۍ نېټه پیل شي.
د نومبر له لومړۍ نیټې نه به د هېواد څخه بهر حاجیانو ته د عمرې مراسم ترسره شي. په دې وخت کې به دغه شمیره ورځ تر ورځ ۲۰،۰۰۰ ته لوړه شي، په داسې حال کې چې ۶۰،۰۰۰ خلکو ته به اجازه ورکړل شي چې په مسجد الحرام کې لمونځ وکړي.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په څلورم پړاو کې به د عمرې، زیارت او لمونځونو ته سل په سلو کې اجازه ورکړل شي ، دا اجازه به هغه وخت ورکړل شي کله چې اړوند چارواکي د وبا د خطر له منځه وړو پرېکړه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې عمره د مارچ په میاشت کې د کورونا ناروغۍ له امله بنده شوې وه.