لیکنه: ملیحه ناصري
مصري ډاکټر و چې محمد مشالي نومېده. په ۱۹۶۷ز کې له طبي پوهنتونه اولنمره فارغ شوی و. ۴۴ کاله یې د مصر خلکو ته خدمت وکړ. ده په دې ۴۴ کلونو کې د مصر په طنطا ښار کې د ورځې ۵۰ بېوزلي ناروغان کتل او د هغوی درملنه یې وړیا کوله. داسې نه و چې یوازې یې معاینه کوله، د دوی د درملو پیسې او لګښت یې ورکاوه.
د نړۍ د نورو روغیتاپالو غوندې یې شخصي موټر او مبایل نه درلود. هره ورځ به پلی کتنځي ته، ته. خلیجي بډای سړی د دې ډاکټر له حاله خبر شو، ۲۰،۰۰۰ ډالره او یو ښکلی موټر یې ورډالۍ کړ؛ خو محمد مشالي ګاډی وپلوره او پیسې یې پر بېوزلو ووېشلې. سربېره پر دې یې په پاتې پیسو یو کتنځی جوړ کړی و چې هلته به یې د بېوزلو درملنه کوله.
محمد مشالي په خپلو یادیزو کې لیکلي:
“کله زه له پوهنتونه فارغ شوم؛ نو وپوهېدم چې پلار مې د خپلې درملنې پیسې زما پر زدهکړو لګولي دي. زما او خدای ج ترمنځ تړون هغه وخت ټینګ شو چې فقیر مصري ماشوم له بېوزلۍ ځانوژنه وکړه او زما په غېږ کې یې ساه حق ته وسپارله.“
محمد مشالي یو څه وخت مخکې ومړ او د حق بلنه یې ومنله.