ژباړه: نسیمه محمدي
د کرنې متخصص د زیاتو انګورو خوړلو، زیانونه په نښه کړل.
په روسیه کې د کرنې متخصص، ولادېمیر ویکولوف، په خپله راډیویي مرکه کې د زیاتو انګورو خوړلو زیانونو په اړه خبرې وکړې.
د نوموړي په وینا، د انګورو ټول ډولونه په زیاته اندازه د ګلوکوز او فرکتوز قند لري، چې په بدن کې ډېر چټک جذبېږي.
دغه متخصص وویل:
“لیدل کېږي چې که تاسې د یو کیلو ګرام په وزن د انګورو یوه خوشه وخورئ، ۱۵۰ ګرامه فرکتوز وینې ته داخلېږي او دا د بدن لپاره یوه جدي ضربه ده.“
پر دې سربېره، په منظم ډول د انګورو په تاکونو کې د آفتونو څخه د هغوی د ساتنې لپاره کیمیاوي مواد کارول کېږي.
د انګورو تاکونه زیاتره په هغو سیمو کې کېنول کېږي، چې ځمکه نور زیات کیمیاوي مواد، لکه مس، ګوګړ او نور مواد هم لري او په انګورو کې د دغه موادو په زیاته کچه د جذب احتمال شته دی.
انګور جنتي میوه ده، چې د A, B, C وېټامینونه لري. همدارنګه په لوړه اندازه مګنیزیم، کلسیم، اوسپنه، فسفر، پوتاشیم او البومین لري.
په مناسبه اندازه روزانه د انګورو خوړل ستونزه نه جوړوي، خو که روزانه په زیاته اندازه وخوړل شي، جانبي عوارض لرلای شي.
وړاندې له دې راپورونو کې وویل شول، چې د انګورو زړي د E, A, K وېټامین او طبیعي غوړو لرونکي دي. دا ټول مواد د حجرو له پیاوړتیا سره مرسته او له زړښت مخنیوی کوي. پردې سربېره، انګور د استروجن – رسوتورال ګیاهي مادې لرونکي دي، چې د وینې کلسترول او د وینو د رګونو التهاب کموي.