د مېرمنو د مخ پوستکى ولې خارښت کوي؟

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: شپنه سلګۍ

د ځینو مېرمنو د وجود پوستکی ډېر نازک او حساس وي، که لږ هم ناسم تولیدات وکاروي یا یې په غلطه طریقه استعمال کړي، نو د پوستکي د خارښت لامل ګرځي.
کله هم په نوکانو د مخ پوستکی مه ګروئ، د پوستکي سور کېدل، د دانو راختل، ټاپې ټاپې کېدل او خارښت، هغه نښې دي، چې که یې جدي احساسوئ، باید جلدي ډاکټر ته ولاړې شئ.

ناسم کریمونه


د لاس ګاډو او یا د سړک د غاړې بې کیفیته کریمونه اخیستل او په هغه سره د مخ غوړول، ستاسې د مخ پوستکی خرابوي. ډېر پام وساتئ، تر هغو چې مو د کریم په کیفیت ځان نه وي ډاډمن کړی، مه یې کاروئ.

د الکولو استعمال

هغه مېرمنې چې الکول او نور نشه‌یي توکي استعمالوي ممکن د پوستکي د خارښت په ناروغۍ اخته شي. الکول د پوستکي تازه‌والی او رطوبت ختموي او د پوستکي وچوالی د خارښت لوی لامل دی.

ناسم سینګار

په دې کې د سینګار طریقه او په ناسمو تولیداتو سینګار کول دواړه برخې راځي، چې له امله یې ستاسو پوستکي ته زیان اړوي.
د کریم په اړه وړاندې وویل شول، خو د ارایشي توکو نور شیان هم که بې کیفیته یې وي، نو ستاسو د پوستکي د خارښت لامل ګرځي، خو ترڅنګ یې حساسه موضوع دا هم ده، چې کله ستاسو ارایش په ناسم ډول وشي هم مو پوستکی په خارښت اخته کېدای شي.
شاید دا موضوع ځینو ته ساده ښکاره شي، خو د ښار په دې او هغې څنډه کې د سینګارتونونو موجودیت او په هغو کې د متخصیصنو ګومارل کېدل د همدغو مسایلو لپاره دي. له یوې خوا به مو سینګار درته د ورځې له موډ او ډول سره برابر کوي او له بل لوري به تر یو حده له دغه شان مسایلو هم خلاص اوسئ.

ناسم مخ وچونکی

تر وینځلو وروسته د مخ د وچولو لپاره د سالم توکي استعمال هم مهم دی. په زخه لرونکي، وچ، کلک او ژوبلونکي مخ پاکوونکي د مخ وچول ستاسو د مخ پوستکی وچوي او دغه وچوالی د خارښت باعث ګرځي. په نرم ځان پاک مخ وچ کړئ!