د فلسطین د ستونزو له حل پرته په منځني ختیځ کې سوله ناممکنه ده

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ماسکو: روسیې په فلسطین کې د ستونزو له حل کېدو پرته په منځني ختیځ کې امن  ناممکن بللی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د فلسطین د مسئلې له حل پرته، په فلسطین کې د امن سوچ کول به ناسم وي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت دا بیان وروسته له اسرائیل، متحده عرب امارات او د بحرین ترمنځ  د اړیکو د ښه کېدلو معاهدې یا تړون د رد عمل په صورت کې څرګند کړی.
وزارت خارجه ویلي، که څه هم دا فکر کول به سم نه وي، چې د فلسطین د حل لټون نه غیر دې په منځني ختيځ کې اوږمهاله سوله امکان ولري.
روسیه پر سیمه‌ییزو او نړیوال قدرتونو هم د فلسطین د ستونزې د حل کولو فشار راوړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې روس په دې هکله په منځني ختیځ کې د سولې په مذاکراتو کې د  سفیر فریم ورک او عرب لیګ سره همکارۍ او ګډ کار ته تیار دی.
د یادونې وړ ده چې، متحده عرب اماراتو په 13د اګست او بحرین په 11د ستمبر اسرایلو سره د سولې د تړون اعلان کړی و.