راپور: نسیمه محمدي
موشین شاه د ملکڼډ اېجنسی اوسېدونکې ده، چې په پېښور کی زېږېدلې، همدلته یې زده کړي او ورزش کړی دی.
په ۱۲ کلنۍ کې یې ورزش ته شروع کرې او ۱۵ کاله کېږي چې په مختلفو برخو کې؛ لکه ټکوانډو، ووشو، جیډو، کراټه او کريکت لوبې کوي او ځانګړي مهارتونه لري او په ډغو ټولو څانګو کې ملي لوبغاړې ده.
موشین وايي:
“زه د دولسو کالو په عمر په ښوونځي کې وم، چې زما د ورزش سره مینه پیدا شوه، خدای (ج) په همدې ورزش کې ماته ډېر عزت راکړ او ما په مختلفو رېشتو کې، د طلا، نقرې/ سپینو زرو او سېلوړ ډېر مډالونه ګټلي دي.”
نوموړې زیاتوي:
“په اوس وخت کې خلک فکر کوي چې ښځینه هېڅ ورزش نشي کولای، یانې وزن نشي پورته کولای، خو زه دا وایم، چې ښځه په ټولنه کې د ملا د تیر حیثیت لري او زه چی کله سهار له خوبه پاڅم نو یو ساعت لپاره تمرین کوم چی زما بدن رشد وکړي”.
په لومړنیو وختونو کې ماته ډېره ستونزمنه وه، کله به چې ما ورزش کاوه، نو زما په پښو او لاسونو کې به درد شو یانې ټول بدن به می درد کاوه، خو ورو ورو زما وجود د ورزش سره عادت شوو او اوس د غړو درد نه لرم.”
موشین شاه بي بي سي ته وويل:
” په خوړو کې د غوړو، بورې او غوښې سره لږ احتیاط کوم ، میوه او سبزیجات دیر استعمالوم.”
نوموړې د بدن د غړو د ښکلا او جوړونې د کلب ښوونکې ده او تقریبا تر سلو زیات زده کوونکي، نجونې لري، چې د مختلف عمر لرونکې دي، په دوی کې د ډېر عمر لرونکې ښځې هم شته، نو موشین د هرې یوې سره خبرې اترې کوي او ورته وايي، چی که کومه ستونزه لري، نو له ما سره یې شریکه کرئ، چې وروسته د دوی د فزیکي توانايۍ او روغتیا سره د سم تمرین سپارستنه کوي، په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې د ملا تېر درد لري.
موشین وړاندې وايي:
“نو زه د ټولو زده کوونکو سره ډېره هڅه او خواري کوم، وایم چې څنګه زه دې مقام ته رسېدلې یم باید هره نجلۍ دا مقام ترلاسه کري، چې د خیبر پښتونخوا نوم اوچت کړي او دا به زما لپاره یو افتخار وی.”
موشین وايي، دې مسلک ته د راتګ په لومړیو کې ستونزې موجودې وې، خو دې وکولای شول، په خپل زیار خپله موخه ترلاسه کړي.
“نو په پیل کې د هرې ښځې لپاره مشکلات وي په خاصه توګه زموږ په پښتنو کې چې کورنۍ مسئلې دي، نو د ښځو لپاره ډېره سخته، چې دوی ورزش ته زړه ښه کړي، او کله چې ما دا ورزش شروع کړ، نو ماته ډېه سخته وه، خو چې کله ما زیار او خواري وکړه او دې مقام ته ورسیدم، نو اوس زما کورنۍ په خاصه توګه زما پلار ډېر خوشحاله دی او همیشه مې تشویقوي، او زه چې دې مقام ته رسېدلې هم یم، دا ټول زما د استاد او کورنۍ خواري او زیار وو.”