د بین الافغاني خبرو بل احتمالي کوربه: د خبرو د بریالي کیدو لپاره باید اوربند وشي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ناروي د بهرنیو چارو وزېرې اینه اریکسن سوریدي سره تلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ چې افغان بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د سولې مذاکراتو په پرانیست غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډه کې د اغلې سوریدي د با محتوا او هراړخیزو خبرو، د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د راتلونکې ناستې په تړاو د دغه هیواد کوربه توب له اعلان، څخه مننه وکړه.
سرچینه وايي، په افغانستان کې د ناروی اوږد مهاله حضور او همکاریو او د نړۍوالو شخړو د حل په برخه  کې ددې هیواد مهمو تجربو ته په اشارې سره، ښاغلي اتمر په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کمولو، چټک اوربند او د سولې مذاکراتو د بریالیتوب په برخه کې د ناروی شاهي هیواد ون‌‌‌‌‌‌ډه او ملاتړ اړین وبلل.
په دې خبرو کې د ناروی د بهرنیو چارو وزیرې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پيلیدو څخه، په هرکلي د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ددې بهیر څخه د خپل دولت د ملاتړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ، څرګند کړ.
The Significance of China's Role in Afghan Peace Talks - Belt & Road News
خبرپاڼه کې ویل شوي چې میرمن سوریدي، اوربند او د تاوتریخوالي کموالی د افغانستان د سولې مذاکراتو د کامیابۍ په برخه کې اړین وباله او د ولسمشر په لومړي مرستیال امرالله صالح یې وروستی برید هم وغانده.
دې خبرو کې دواړو لورو، د سولې د خبرو اترو په دوام او راتلونکو ګامونو، د افغانستان په هکله د جینیوا د کنفرانس  چې د سولې د بهیر په بریالیوب هم اغیزه ولري، د سیمې او نړۍ هیوادونو ملاتړ له دې کنفرانس څخه، د افغانستان د تیرو نولسو کلنو د لاسته راوړنو څخه ملاتړ او په ورته شان نورو مواردو باندې خبرې وکړې.
ویل شوي چې د افغانستان د سولې د بین الافغاني مذاکراتو راتلونکي دور خبرې شاید په ناروې هیواد کې ترسره شي.
باید وویل شي چې تازه څو ورځې وړاندې په قطر کې د بین الافغاني خبرو د پيلیدو پرانیسته وشوه چې ویل شوي نن به د دواړو لوریو ترمنځ اصلي خبرې پيل او دوام ولري.