لیکنه: محمدصابر حمیدي
پرون د شپږیزه کرکټ لیګ د دویم پړاو په لوبه کې بُست او بندامیر کرکټ لوبډلې یو د بل په وړاندې ولوبېدې، چې په یاده لوبه کې بندامیر لوبډلې په ۷۶ منډو توپیر بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په یاده لوبه کې د بندامیر لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې د خپلې لوبډلې هدف یې خورا لوړ کړ او په همدې موخه یې خپله لوبډله بریا ته هم ورسوله.
اصغر افغان په پرونۍ لوبه کې تر ښې توپوهنې وروسته د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د نړیوالو له لوري د شپږیزه کرکټ لیګ څارل
له هغه وروسته، چې پرون افغان لوبغاړی اصغر افغان په شپږیزه لیګ کې ښه وځلېد، د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د هغه د توپوهنې ستاینه وکړه، چې د بُست په وړاندې یې ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
یادې شورا د اصغر افغان د انځور خپرولو سره لیکلې، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې د بندامیر لپاره د اصغر افغان له لوري په زړه پورې توپوهنه وشوه، چې په ۳۹ توپونې یې ۹۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
https://www.facebook.com/icc/photos/a.163728620312909/3764368866915515/?type=3
اصغر افغان په یاده توپوهنه کې اووه شپږیزې او شپږ بیا څلورېزې ووهلې.
د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د بل افغان لوبغاړي ستاینه
دوې ورځې وړاندې په شپږیزه کرکټ لیګ کې سمیعالله شینواري د کابل بازانو لوبډلې لپاره خورا ښه توپوهنه وکړه، چې په بنسټ یې خپله لوبډله بریا ته ورسوله.
د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې وه، چې په شپږیزه لیګ کې کابل بازانو ته په وروستي اور کې ۱۷ منډې په کار وې، چې افغان لوبغاړي سمیعالله شینواري جوړې کړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
https://www.facebook.com/icc/photos/a.163728620312909/3756886567663745/?type=3
نو له دې څرګندیږي، چې شپږیزه کرکټ لیګ یوازې افغانان نه؛ بلکې نړیوال یې هم څاري.
شپږیزه کرکټ لیګ تر وروستي پړاونو رسېدلی، چې د بندامیر او میسعینک لوبډلو ترمنځ د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به سبا ماپښین د کابل بازانو لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړې.