لیکنه: محمدصابر حمیدي
د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه تازه د کابل بازانو او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې پيل شوه.
د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمنالله ګربز د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر کریمخان صادق څخه وګټله او د توپاچونې پرېکړه یې وکړه.
اوس سپین غر لوبډله توپوهنه کوي.
سپین غر لوبډله
کریمخان صادق، بهیرشاه، وحیدالله شفق، قیساحمد، زبید اکبري، ضمیرخان، تمیم سرخرودي، ناصر عمر، پروېز ملکزی، افتاب عالم او عبدالله عادل.
کابل بازان لوبډله
رحمنالله ګربز، نورعلي ځدران، صدیقالله اتل، وسیم اکرم، سمیعالله شینواری، عظمتالله عمرزی، عبدالطیف ایوبي، ننګیالی، ضیاء اکبري، ضیاء شریفي او نجات مسعود.
د سپین غر او کابل بازانو لوبډلو لوبو ته کتنه
د شپږیزه کرکټ لیګ په روان اووم پړاو کې کابل بازانو تر دې دمه ۴ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې یې ۳ ګټلې، خو یوازې یې یوه بایللې ده.
اوس کابل بازان لوبډله ۶ نمرې لري او د جدول په درېیم ځای کې شتون لري.
سپین غر لوبډلې هم تر دې دمه ۴ سیالۍ ترسره کړې دي، چې له ډلې یې دوې بایللې، خو دوې یې بیا ګټلې دي.
دا لوبډله اوس ۴ نمرې لري او د جدول په پنځم کې شتون لري.
د لومړي پړاو وروستۍ لوبه
د شپږیزه کرکټ لیګ د لومړي پړاو وروستۍ لوبه نن ماپښين یوه نیمه بجه د بُست او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.
له نن څخه وروسته هغه لوبډلې څرګندیږي، چې بل پړاو ته لاره پیداکوي.
د شپږیزه کرکټ لیګ بل پړاو سبا پيلیږي.
د دې ترڅنګ د دې لیګ پایلوبه راتلونکې چهارشنبه ترسره کیږي.