ای بي ډيویلیرز په خپل توپانی بیټینګ بنګلور لوبډله دویمې بریا ته ورسوله

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د ۲۰۱۸ م کال د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې جنوبي افریقايي لوبغاړي ای بي ډیویلرز د بنګلور لوبډله په خپلې بهترینې توپ وهنې سره دویمې بریا ته ورسوله.

د یولسم پړاو سالیو ۱۹ مه لوبه کې د ډهلي ډرید ویلز لوبډله د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شوه، چې پکې ډهلي لوبډلې د ځوان لوبغاړو ریشاب پانټ د ۸۵ او شیر ایس اییر د ۵۲ منډو پر مټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د بنګلور لوبډلې ته د ۱۷۵ منډو هدف ورکړ.

 د بنګلور لخوا په ځوابي توپ وهنه کې د لوبدلمشر ویرات کوهلي د ۳۰ منډو جوړلو وروسته اي بي ډیویلرز برید کونکې لوبه بیل کړه او د ۳۹ بالونو لوبولو سره یې ۹۰ منډې جوړې کړې.

د اي بي ډیویلرز په برید کووکې توپ وهنه کې چې پکې ۱۰ څلوریزې او ۵ شپیږیزې شاملې وې؛ بنګلور لوبډله د لوبې په ۱۸ اورونو کې بریا ته ورسیده.

 بنګلور لوبډلې په روان یولسم پړاو «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو لیګ کې تر دې مهاله ۵ لوبې ترسره کړې دي، چې په درې لوبو کې له ماتو سره هم مخ شوې ده او د جدول  په پنځمه کرښه کې ځای لری.

د دې لیګ سیالیو په لمړي راونډ کې د ګډون کوونکو ۸ لوبډلو څخه به هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کړي، چې د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې به بل پړاو ته لار پیدا کړي.

دا سیالۍ چې د روانې اپریل میاشتې په ۷ مه نیټه پیل شوې دي، د راتلونکې مۍ میاشتې تر ۲۷ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې په ۱۸مه سیالۍ کې پنجاب لوبډلې په ډي ایل میتود کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډله ماته کړه.
لومړۍ توپ وهنه پکې د کلکتې لوبډلې کړې وه چې په ټاکلو اورونو کې یې اسټرلیاوي کریس لین د ۷۴ منډو، روبین اوتپا ۳۴ او لوبډلمشر دانش کارتیک د ۴۳ منډو په مټ یې پنجاب لوبډلې ته ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې کله چې پنجاب لوبډلې خپلې منډې تر ۸۰ پورته کړې، نو باران وشو او تر باران وروسته لوبڅارانو د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې ته ۱۳ اورونو کې د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ چې پنجاب لوبډلې دغه هدف په ۱۱م اور کې پوره کړ.
ګریس ګیل بیا ځلې نېمه سلیزه جوړه ۶۰ منډې یې وکړي او د پنجاب بل پیلیز توپ وهوونکي راهول بیا ۶۰ منډې جوړې کړي.
هماغه وو چې ورکړل شوی هدف یې نهو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی لوکش راهول ونومول چې ۶۰ ناسوځیدلي منډې یې جوړي کړي.
د دغه سیالۍ په ګټلو سره پنجاب لوبډلې د اوس لپاره د جدول سر ته لاړه او اول مقام یې خپل کړ.
ټاکل شوې د اپریل میاشتې په ۲۲مه نېټه یکشنبې ورځ د هندوستان پریمیرلیک سیالو کې دوه لوبې ترسره شي چې لومړۍ به یې سنرایزر حیدراباد لوبډلې او چینای سوپر کینګز او بل لوبه به د راجستان رویلیز او ممبي انډینز لوبډلو تر منځ تر سره شي.