د کورونا واکسین د جوړولو وروستی پړاو په موقتي ډول سره ودرېد

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

انګلستان اکسفورد پوهنتون: د واکسین د پلي کولو  لپاره د داوطلبانو ترمنځ د یوې نامعلومې ناروغۍ پیدا کېدل د دې سبب شو، چې د کورونا وایرس واکسین چارې په ټپه ودرېږي.
د داوطلبانو ترمنځ یو کس د واکسین په هکله منفي نظر وړاندې کړی دی.
اوس مهال د اکسفورډ پوهنتون متخصیصینو او یوې نړیوالې درمل‌جوړونکې کمپنۍ د واکسین جوړولو چارې په ټپه درولې دي.
څېړنیز ټیم اوس په پلټنو بوخت دی، چې دا کړکېچ روښانه کړي، چې پیدا شوې نا پیژانده یا هم نامعلومه ناروغي به د واکسینو بد غبرګون یا منفي تاثیر پایلع وي او که نه، کوم بل دلیل به ولري.
استرازینکا نومې برتانوي او سویډني ګډه درمل جوړونکي کمپنۍ پرون ورځ دا اعلان وکړو چې موږ د کرونا وایرس د واکسین جوړونې چارې لنډمهاله په ټپه درو، چې د واکیسن خونديتوب تضمین کړو او د رامنځته شوې ناروغۍ دلیل پیدا کړو.
د ټایم کمپنۍ په دې هکله بیا خاص څه نه دي ویلي، صرف دومره یادونه یې کړې، چې د یوه داوطلب پر وجود کې یوه ناپیژانده ناروغي لیدل شوې، چې دلیل یې لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.