ژباړه: عایشه حیدري
پوهانو د دوشنبې پر ورځ، چې د ډيسمبر ۷مې نېټې سره سمون خوري، اعلان وکړ هغه پیاوړي موږکان چې له جنیټيکي اړخه تر ازمېښت لاندې نیول شوي ول او جنیټيکي بدلونونه پکې راوړل شوي وو، د تشیال په نړيوال تمځای کې تر یوې میاشتې تم کېدو وروسته له پیاوړو عضلاتو سره بېرته ځمکې ته را وګرځېدل.
د رسنيو د راپورونو پر بنسټ، دا څېړنې په هغو ستورمزلو، چې اوږد مهاله سفرونه کوي، د عضلو د وړوکوالي او د هډوکو د ماتېدو د مخنیوي لپاره هیله بښونکي دي. همدارنګه کولای شي د ځمکې پر سر هم کار ورکړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د اوږدې مودې لپاره بستري وي او د ګرځنده څوکیو (Wheel Chair) څخه ګټه اخلي.
د ډاکټر سوژین لي په مشرۍ یوه څېړنیز ټیم د جکسن له ازمایښتي څېړنیز مرکز څخه چې د امریکې په کنټیکټ ایالت کې واقع دی ۴۰ تور موږکان د ډيسمبر میاشت په کې د تشیال نړیوال تمځای ته لېږلي وو، دغه موږکان د سپیس ایکس کېپسول په یوې لیږدونکې کڅوړه کې فضا ته لېږل شوي وو.
په څه ډول موږکان څېړنه وشوه؟
ډاکټر لي په یوې مقالې کې چې د ملي علومو په اکاډمۍ کې خپره شوه وایي، ۲۴ معمولي موږکان چې د هغوی په بدن کې هېڅ بدلون نه وو راوستل شوی، د هغو موږکانو په ډلې کې وو چې تشیال ته ولېږدول شول، هماغه شان چې موږ یې تمه درلودله د بدن او عضلو وزن یې تر ۱۸ سلنه له لاسه ورکړی و.
خو ۸ نور موږکان چې د جنیټيک له اړخه په کې بدلون راوړل شوی و، د عضلو له ډېر حجم سره تشیال ته لېږدول شوي وو. د دغو موږکانو عضلو ځانګړی توپير نه و کړی، کله چې دغه موږکان بېرته ځمکې ته را وګرځېدل، عضلې یې له پياوړو موږکانو سره چې د ناسا فضایي مرکز کې ساتل کېږي د پرتلې وړ وې.
د دې برسیره، ۸ نورو عادي موږکانو په فضا کې جنټيکي بدلونونه کړي وو او د پیاوړو موږکانو درملنه یې پیدا کړه، دغه ۸ موږکان له پیاوړو عضلو سره بېرته ځمکې ته را وګرځېدل.
یوه سپیس ایکس کېپسول دغه ۴۰ موږکان په تېرې جنورۍ کې بېرته ځمکې ته را ستانه کړل. د ډاکټر لي په وينا وروسته له دې چې موږکان بېرته ځمکې ته را وګرځېدل، یو شمېر موږکانو ته د پیاوړو موږکانو درملنه تزریق (زرق) شوه، هغوی په ډېر سرعت سره خپلې عضلې د خپلو نورو لارویانو څخه چې جنيټيکي لاسوهنه پکې شوې وه جوړې کړې.
پوهانو دغه څېړنه هغه مهال ترسره کړه چې په امریکا کې د کورونا وایروس د خپرېدو په حال کې وو. ډاکټر سوژن لي د امریکې د کنکټيکټ د ماشومانو د روغتیايي مرکز څخه او د هغې خاوند چې په دغې څېړنې کې یې ګډون درلود، وویل؛ د کورونا وایروس خپرېدل د دې لامل شو چې د خپلو څېړنو پایله په ډېر دقت سره او په واضح بڼه ولیکو او پایله یې د خپرېدو لپاره چمتو کړو.
په داسې حال کې چې د دې جوړې د څېړنو پایلې هیله بښونکي دي، خو هغوی وايي: وړاندې تر دې چې دغه درمل د انسانانو د عضلو د پیاوړې کولو او د عضلو له وړوکوالي او د هډوکو د ماتېدو د مخنیوي لپاره وکارول شي، باید ډېر کار پرې وشي تر څو جدي جانبي عوارض ونه لري.
دغه ډله ځینې نورې څېړنې هم په پام کې لري، دوی غواړي چې یو شمېر ډېر پیاوړي موږکان د یوې اوږدې مودې لپاره د تشیال نړیوال تمځای ته ولېږي.
د ناسا دریو ستورمزلو د څېړنو پر مهال په تشیال کې له دغو موږکانو څخه د سکن ترسره کولو او تزریق لپاره ساتنه کوله.