حبیب نورمحمدوف: ډېر ژر له لوبو سره مخه ښه کوم

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

په «UFC» سازمان کې د نړۍ لومړی درجه د ازادي مبارزې اتل لوبغاړی نورمحمدوف وايي، چې ډېر ژر به په رسمې توګه د سیالیو سره مخه ښه وکړم.
د اسپورټ اکسپرس د راپور له مخې د ازادي مبارزې روسي مسلمان لوبغاړي یو ځلې بیا خبر ورکړی، چې له سیالیو لاس په سر کیږي او ډېر ژر به په رسمې ډول له سیالیو سره مخه ښه وکړې.
۳۱ کلن حبیب نورمحمدوف په دې بارو دی، چې د بدني لحاظه به راتلونکو کلونو کې لوبو ته د پخوا په شان نه وي چمتو.

حبیب نورمحمدوف په دې تړاو ویلي:

«په ۳۵ کلنۍ دا هیڅ امکان نلري، چې زه دې بیا هم په خپل وزن کې د نړۍ لومړی نمبر د ازادي مبارزې لوبغاړی واوسم. اوس زه د لوبو په یوه ښه شرایطو کې کرار لرم؛ منګر هر څه په موقد ډول کیږي. ډېر ژر به د لوبو سره مخه ښه وکړم. که څه هم دا ورزش یوه پیچلی ورزش دی؛ نو په همدې اساس زه ډېر خوشچانسه یم، چې پکې ډېر لږ زخمی شوی یم. زه غواړم خپل ژوند وژغورم او نه غواړم په ۵۰ کلنۍ کې فلج شم، نو به همدې خاطر غواړم ډېر ژر له دې ورزش سره مخه ښه وکړم.»

د روسیې هېواد دا نامتو او تکړه لوبغاړی د UFC سازمان کمربند لرې او په دې سازمان کې د خپل وزن نړیوال اتل لوبغاړی دی.
څو ورځې مخکې د آزادي مبارزې «MMA» نړیواله درجه‌بندي خپره شوه، چې پکې حبیب نورمحمدوف په لومړي ځای کې راغلی.

دا نړیواله درجه‌بندي د آمریکا هېواد ESPN ټلویزوني چینل خپره کړې وه، چې پکې مسلمان لوبغاړی نور محمدوف د ښه ځلېدلو او ښو لوبو له امله لومړی ځای نیولی.
نورمحمدوف تر دې دمه ۲۸ رسمي سیالۍ ترسره کړې، چې دا ټولې لوبې یې ګټلې او هېڅ لوبه یې نه ده بایللې.
د آزادې مبارزې دا روسی مسلمان لوبغاړی وروسته له هغه مشهوره شو، چې یو کال وړاندې یې تکړه ایرلینډي لوبغاړي مک ګرګور ته سخته ماتې ورکړه.