راپور: بشر درویش
ناټو په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو یو ځل بیا د ملاتړ کولو خبره وکړه.
د ملي مصالحې عالي شورا یوه خبرپاڼه کې وايي، ددې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي ښاغلي استفانو پونیه کورو سره ولیدل.
پدې لیدنه کې دواړه خواوو د سولې پر پروسې، د بین الافغاني خبرو اترو په پیل او د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته کولو بحث وکړ.
د مصالحې عالي شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ناټو ملکي استازي د افغان سولې څخه ملاتړ وکړ او هیله یې وکړه چې له شته فرصت څخه په افغانستان کې د دایمي او باعزته سولې د راتګ لپاره ګټه واخیستل شي.
ناټو چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ په نوم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي، له طالبانو سره د امریکا تر توافق وروسته پر دغې ډلې او مقابل کې یې د طالبانو له لورې پر دوی بریدونه درول شوي او یوازې پر افغان ځواکونو بریدونه جریان او د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده.
له افغان خبرو اترو داسې مهال د ملاتړ خبره کیږي چې اټکل شوی په لنډ وخت کې به بین الافغاني خبرې پيل او پرمخ ولاړې شي.
خو له دې هر څه سره سره افغانان پر دواړو خواوو غږ کوي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي، څو روانه افغان وژنه چې هره ورځ په کې لسګونه افغانان قرباني کیږي، بنده شی.