روسیه: افغانستان کې سوله غواړو، هڅې نه سپموو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
خبر: بشر درویش

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د روسيې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره ولیدل.
یاده شورا وايي، دا لیدنه پرون دوشنبه په سپیدار ماڼۍ کې شوې ده.
پدې لیدنه کې دواړه غاړو د سولې پر پروسې، نږدې راتلونکې کي د بین الافغاني مذاکراتو په پیل او د افغان سولې په برخه کې پر سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د مصالحې عالي شورا یوه خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د روسيې فدراسیون سفیر د بین الافغاني خبرو اترو د پیل څخه د ملاتړ تر څنګ وویل، مسکو په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او پدې برخه کې به هیڅ راز هڅې و نه سپموي.

سرچینه وايي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس له افغان سولې او پراختیا په برخه کې د روسیې له ملاتړ څخه په مننې په کابل کې د روسیې نوي سفیر ته د بریا هیله وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په روسیه کې د افغان سیاستونو او طالبانو ترمنځ غیرې رسمي ناستې شوي چې افغان حکومت پرې منفي غبرګون ښودلی و.
له بله پلوه ویل کیږي چې روسیه په افغان قضیه کې ځانګړی رول لري او پر همدې اساس یې د سولې په برخه کې رول مهم بلل کیږي.
وړاندې له دې امله پر روسې تورونه لګیدلي چې د طالبانو ملاتړ او ورسره مرسته کوي، خو روسې دا تورونه رد کړي دي.