راپور: بشر درویش
افغان ولسشمسر محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې کرونا ویروس سره د مبارزې او د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د ښه والي په موخه د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو، د افغانستان طبي شورا او بازرس ادارې پر لا زیاتو ګډو هڅو او کوښښونو بحث وکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دا ناسته پرون په ارګ کې جوړه شوې وه.
ویل شوي؛ د مالیې وزارت کرونا ویروس سره د مبارزې لګښتونو، بازرس ادارې د هیواد په څلورو ولایتونو کې د کرونا لګښتونو د ارزونې او د افغانستان طبي شورا د کوید-۱۹ روغتونونو د څارنې په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
د منظم د ترتیب او تطبیق غوښتنه
ولسمشر غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه چې عامې روغتیا وزارت دې د مالیې وزارت، بازرس ادارې او د افغانستان طبي شورا موندنې او راپورونه ولولي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې په همغږۍ دې د وړاندیز شویو اصلاحي مواردو د څارنې لپاره منظم پلان ترتیب او تطبیق کړي.
نوموړي همدا راز د عامې روغتیا وزارت پر مسلکي کولو، د افغانستان طبي شورا بودجوي ستونزې پرحلولو، د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو لپاره د اساسي معیارونو پر تعریف، د کرونا دویمې څپې د مدیریت لپاره کافي ظرفیت لرلو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه پر واضح کړنلارې او د عامې روغتیا وزارت د اساسي دندو د تعریف او د هغو پر اغېزناک تطبیق د تمرکز، ټینګار وکړ.
ښاغلي غني وویل، طبي شورا دې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کوونکو لپاره مشخص جوازونه او واضح طبي معیارونه جوړ کړي چې د باور وړ طبي وړتیاوو ډاډ ترلاسه شي.