سربستان او کوسوو خپل سفارتونه یورشلیم ته لېږدوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: عایشه حیدري

ډونالډ ټرمپ، یورشلېم ته د بالکان دغو دوو هېوادونو د سفارت د لېږدولو پرېکړه تاریخي وبلله‌. سربستان او کوسوو اعلان کړی چې د امریکا په منځګړیتوب یې د مذاکرو په چوکاټ کې خپلې اړیکې له یو بل سره عادي کړې دي.
سربستان وایي چې خپل سفارت یې په اسرایل کې یورشلیم ته لېږدولی دی، له بل لوري کوسوو هم اعلان کړی چې اسرایل به په رسمیت پېژني.
د سربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ او د کوسوو لومړی وزیر عبدالله هوټي تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته د ټرمپ د حکومت له چارواکو سره په دې هوکړه وکړه چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې او کار په رامنځته کولو کې به له یو بل سره همکاري کوي.
دغه تړون، د محتده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو په اډانه کې د ولسمشر ټرمپ لپاره په ټاکنو کې د بریا ګام بلل کېږي او د هغه د دولت د هغه پلان د بریا پر لوري یو بل ګام دی چې موخه یې له اسرایلو سره د نړۍ د نورو هېوادونو د اړیکو د ټینګښت بلل کېږي.
ښاغلي ډونالډ ټرمپ د سربستان او کوسوو له مشرانو سره د سپینې ماڼۍ  په ګردۍ خونه (The Oval Office) کې وويل؛ دا رښتيا هم یوه تاریخي پېښه ده، سترګې پر لار یم چې په نږدې راتلونکي کې دواړو هېوادونو ته سفر وکړم.
Trump.jpg
له تل ابیب څخه یورشلیم ته د سربستان د سفارت د لېږد پرېکړه په ۲۰۱۷ کې د اسرایل پلازمینې توګه د یورشلیم په رسمیت پېژندنې وروسته وشوه، او د واشنګټن سفارت هم په ۲۰۱۸ کې یورشلیم ته انتقال شو.
د امریکې متحده ایالاتو نور هېوادونه هم راوبلل چې خپل سفارتونه یورشلیم ته ولېږدوي، خو د امریکې دغه پرېکړه د فلسطینیانو او ډېرو اروپایانو توندو نیوکو سره مخ شوه، ځکه چې د اسرایل او فلسطین ترمنځ شخړه لا همداسې پر خپل ځای پاتې ده.
کوسوو چې ډېر وګړي یې مسلمانان دي څه موده وړاندې یې اسرایل په رسمیت نه و پېژندلی. د کوسوو په هغو سیمو کې چې البانیان پکې میشت دي د ناټو ځواکونو تر خونړیو پوځي عملیاتو ۹ کاله وروسته د کوسوو پارلمان په ۲۰۰۸ کې له سربستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان و کړ، ډېرو هېوادونو کوسوو د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت و پېژاند خو سربستان او ملګرو هېوادونو یې لکه روسیې او چین د کوسوو خپلواکي په رسمیت و نه پېژنده، د ۱۹۹۰ جګړو وروسته په بالکان کې ترینګلتیاوو دوام درلود، چې یادې جګړې د تر اوسه د ختیځې اروپا په دې سیمه کې د ټیکاو مخنیوی کوي.
د سربستان ولسمشر وویل چې تر اوسه مو ټولې ستونزې نه دې هوارې کړې او اوس هم اختلافات لرو. نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د یوې اقتصادي سیمې جوړونه له کوسوو سره د پرمختګ په لور یو لوی ګام دی.
ښاغلي عبدالله هوټي هم دغه اقتصادي همکارۍ د پرمختګ په لور يو لوی ګام وباله او وې ویل چې دواړه رهبران د همکاريو لپاره له يو بل سره ژمن دي.
سربستان او کوسوو وړاندې تر دې د هوايي چلند، اورګاډي او ځمکني ټرانزیټ په اړه تړونونه کړی وو، چې دغه تړونونه د دواړو خواوو د همکاريو حوزه پراخوي. د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور فعالان د اروپا په منځګړيتوب د سیاسي مذاکرو کې له ځنډ او خنډونو څخه ناخوښ وو.
ټاکل شوې ده چې د دوشنبې پر ورځ ښاغل ووچیچ او ښاغلی هوټي بروکسل ته لاړ شي، تر څو د اروپايي ټولنې د بهرني سياست د مسول یوسپ بورل او د بلګراد او پريشتينا لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي میروسلاو لایچاک تر نظر لاندې خپلو کې سره جرګه شي.
له اروپايي ټولنې سره مذاکرات له امریکا سره د خبرو اترو په چوکاټ کې ترسره شوي دي خو په بروکسل کې ځینې چارواکي دغو مذاکراتو ته د واشنګټن د ورګډېدو په اړه خوښ نه دي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د دواړو لورو مذاکرات د جون د میاشتې په لړ کې په سپينې ماڼۍ کې ترسره شي، خو د عدالت په نړیواله محکمه کې د کوسوو د ولسمشر، هاشم تاچي پر وړاندې د جنګي جنایتونو تورونه د دغې مسلې د ځنډ لامل شو.