د پلانجوړونې موخه، اړتیا او ګټې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د یوه کار لپاره لنډمهالې موخې ټاکل او مخکې له مخکې هغه ته د رسېدلو لپاره وړاندوینې ته پلان وایي.

کوم څوک چې ځانته مخکې له مخکې پلان جوړوي ګټه او موخه یې څه وي؟

که موږ منظم پلان ولرو، نو فعالیتونه مو منظم وي، هر کار خپل پر وخت ترسره کوو، د وخت څخه سمه ګټه اخلو، خپل ټول کارونه کنټرولو.
ډېري وګړي پلان نه جوړوي، ولې؟ ځکه د دوی د کار حجم یې زیات وي، له کار څخه یې زړه تور وي، په مخکني پلان کې یې ماتې خوړلې وي، د کارونو له محدویته ډارېږي، لټ وي، په خپلو موخو کې د بیا ځلي کاتې وېره لري، د پلان جوړولو له ګټو بې خبره وي او نه پوهېږي چې څومره ارزښت لري او د ژور خپګان او ستړیا له امله هم ډېري کسان د خپلو کارونو لپاره پلان نه جوړوي.
موږ ډېري وخت خپل پلان نشو عملي کولای، ځکه چې د لاندې پوښتنو په ځواب نه پوهېږو.
۱ـ ولې په خپلو کړنلارو کې عمل کول ستونزمن دي؟
۲ـ ولې له خپلو پلانونو سره مینه نه لرو؟
۳ـ ولې باید دې پلان باندې عمل وکړو؟
۴ـ د کومو چارو د ترسره کولو په جریان کې یو؟
۵ـ کوم ځای ته غواړو ورسېږو؟
۶ـ ولې مو د کار پر وړاندې بې خبره یو او سستي کوو؟

پلان پړاوونه لري چې پر اساس یې باید پلان جوړ کړو:

ـ د اطلاعاتو تحلیل او طبقه بندي؛
ـ د فعالیتونو په هکله د معلوماتو لاسته راوړل؛
ـ د لنډ‌مهالې موخې ټاکل؛
ـ د فرصتونو او محدودیتونو پېژندل؛
ـ فعالیتونه باید په منظم ډول ولیکلو او وخت ورته وټاکو؛
ـ په پلان کې د موخې د ناکامېدو په صورت کې د بدیلو فعالیتونو ځایول؛
ـ د ټولو کارونو څېړل؛
ـ د بدیلو کړنو تعقیبول او ترسره کول.

د پلان جوړونې ګټې

د چاو منظم کېدل؛
د وخت له ضایع کېدلو مخنیوی؛
د وخت د مدیرست سره د سستۍ او لټۍ کمېدل؛
پر ځان زیات باور پیدا کول؛
د بدني انرژۍ سپمول؛
متنوع او متفاوت ژوند کول؛
د سټرس/ خپګان له منځه تلل؛
د چارو په ترسره کولو کې مهارت ترلاسه کول.

کله چې خپل ځان ته پلان جوړوو، نو له ځینې تخنیکونو څخه باید ګټه واخلو

اړینو چارو/ کارونو ته لومړیتوب ورکړو، خپلو ورځنيو کارونو ته یو لیست جوړ کړو، د چارو نه ترسره په صورت کې ځانته جریمه وټاکو، استراحت وکړو، پلان کې بدلون راولو، په اونۍ او میاشت کې پلان وڅېړو، مزاحم عوامل له منځه یوسو او د خپل کار پایلې ته فکر وکړو.