کامالا هریس؛ د یوه کډوال لور، د سپینې ماڼۍ پر لور !

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: خالد خسرو
ژباړه: ملیحه ناصري

کله چې د کلفورنیا سناتورې کامالا هریس په ۲۰۱۹ز کې د خپلو سیاسي یادیزو کتاب خپور کړ، د دې کتاب سپړونکي پر یوه خبره سره یوه خوله وو؛ هغه دا وه چې مخکنۍ څارنواله او سناتوره، سپینې ماڼۍ ته د تګ لپاره ځان چمتو کوي. د ګاردین ورځپاڼې یو لیکوال ډېوېډ سمېټ ویلي:« هغې خپلې یادیزې لوستونکو ته نه، رایې ورکوونکو ته لیکلي.»
ځینو هم ویلي چې هریس د بارک اوباما په څېر د لومړنۍ تورپوستې په توګه غواړي ځان سپینې ماڼۍ ته ورسوي؛ خو د ډیموکراټ ګوند په دنننیو ټاکنو کې یې سیالۍ جوبایدن ته ورپرېښوه. د بایډن ټیم هم دا د ولسمشر د مرستیالې په توګه وټاکله، څو د تورپوستو او مېرمنو تر مینځ هم جوبادیډڼ ته د رایو لاره پرانیستل شي. د جوبایډن وروستیو ناسنجیده څرګندونو تورپوستي خواشیني کړي دي.
باید ووایو چې د بایدن ټيم د هریس په ټاکنه کې نه دی تېروتی؛ ځکه د پرمختللو رای ورکوونکو د ډلې هرکلي یې ټاکنیزئ چارې ښې په تودې روانې کړي.
هریس په کالیفورنیا او براون پوهنتون کې حقوق ولوستل. دوه ځلي د کالفورنیا لوی څارنواله شوه. تر هغې وروسته مشرانو جرګې ته ولاړه.
د هریس پلار جاماییکايي او مور یې هندۍ وه چې په بروکلي پوهنتون کې سره اشنا شوي وو او ډېر ژر سره جلا شوي هم وو. پلار یې له بروکلي پوهنتونه په اقتصاد کې ډوکټورا واخیسته، د ژوند تر پایه په سټنفورډ پوهنتون کې استاد و. مور یې په کاناډا او امریکا کې د سینې د سرطان د برخې  څېړونکې وه. د همدې له امله کامالا هریس هغه ډ‌یموکراټه وه چې د کډوالو له حقونو یې ملاتړ کاوه، د کډوالو له مدافع بنسټونو سره یې همکارې کړې.
له کلونو راهیسې امریکا د دې ستونزې په حلولو کې راګیره ده چې هغو کډوالو ته د دایمي استوګنې سندونه ورکړي چې په ماشومتوب کې رسماً یا نارسمي له مور او پلار سره دلته راغلي دي. جمهوریت غوښتونکي د خپلو اصولو پر بنسټ غواړي چې دا خلک وباسي؛ خو د هریس او اوباما په څېر ډیموکراټان د دې خلکو ستنولو ته لارې برابروي.
هریس ځينو مشهورو شرکتونو( مایکروسافټ، ګوګل…) ته په نغوتې سره وویل چې له کلونو راهیسې د دې هېواد د اقتصاد ماشین د کډوالو له خوا چلول شوی، دا ډول شرکتونه د کډوالو اولادونو چلولي دي. د امریکا په اقتصاد کې د کډوالو برخه تر ۴۰۰میلیارډونو ډالرو ډېره ده.»
هریس په خبل کتاب کې له شخصي ژونده لږ خبرې کړي. ډېر تمرکز یې د یوې څارنوالې او سناتورې په توګه پر خپلو مفکورو، کړنلارو او تګلارو دی. چې رای ورکوونکي له یوې ډیموکراټې ټيپیکې عمل کوونکې څېرې سره اشنا شي.  دې په خپل کتاب کې د تورپوستو پر وړاندې د سرتېرو د ناوړه چلن، د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت، د وټه‌ییزو او رنګي نابرابريو اړوند خبرې کړي دي.  د ډې په اړه خپلې حللارې یې هم په نښه کړي.
هغې د امریکا د ستونزو لکه د روغتیايي نظامونو د ملاماتوونکو لګښتونو په اړه رادیکالي حللاره جوړه کړې او هڅه کوي چې د همدې نظام په چوکاټ کې د سمو قانونو په تصویبولو او د ټولیزې بودیجې په ډېرولو سره دا مسلې حل کړي.
نو کولی شو هریس یوه منځلارې ډیموکراټه وګنو چې له جوبایډن سره جوړېږي.
د کتاب نثري ژبه یې زړه راوښکونکې ده. ځينې څپرکي یې خپه‌کوونکي دي. په درېیم څبرکي کې یې ویلي چې په ۲۰۰۰ز کې څه ډول ځينو سود خوړونکو شرکتونو د استوګنځيو ناورین رامنځته کړ او خلکو خپل کورونه وبایلل.
هریس پر دې باوري ده چې د امریکا د منځني پوړ خلک د درملنې د ملا ماتوونکو لګښتونو له امله، تر خورا فشار لاندې دي. او د دې کار لامل یې د شتمنو خلکو مالیات نه ورکول، د کارګرانو د اجورې نه زیاتول دي. هغه پر دې اند ده چې د امریکا نظام بېوزلي لا بېوزله او شتمن لا بډایوي. له همدې امله دا سوچه د ډیموکراټانو پر کرښه روانه او خبرې یې نوې نه دي.
هریس دې کتاب کې ځان( ولسي څارنواله) انځورولې چې خلکو ته د نیاو/عدالت غوښتنه کوي. او د بېوزلو په سیمو کې د جرمونو ډېرېدو ته یې پام دی. دا موضوع باید د( تورپوستانو ژوند مهم دی) خوځښت ته جالبه وي. خو کره‌کتونکي يې په اړه وايي چې دا له خپلو کړنو بل ډ‌ول انځور ګاږي. مثلاً د دې په وخت کې د دستګیریو کچه له ۵۲٪ څخه ۶۷٪ ته لوړه شوه او دې د بندیانو په کمولو کې کومه مرسته ونشوی  کړی. په داسې حال کې چې امریکایان تر نورو خلکو تورپوستي او لاتینیان ډېر بندیانوي.
هریس د سترو بدلونونو راوستونکې نه ده. له رادیکالي دیموکراټانو؛ لکه الکساندر اوکاسیو او سندرزو سره یې خپلې اړیکې ساتلي دي. لامل یې همغه دی چې په خپل کې کتاب یې وايي:« په سیاست کې ډېری وخت غټې خبرې د هغو کړنو ځای نیسي چې په ډېرې سختۍ او ځيرتیا سره باید وشي.»
سرچینه: The Independent