راپور: بشر درویش
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار هڅې کړندي شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا په پار یو میلیون او ۲۰۰ زره تصدیق شوي مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي چمتو شوي دي.
د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي الکو له قوله ویلي چې دغه شمېر نیالګي ددې ولایت په نرسریو او قوریو کې روزل شوي دي.
د یاد شمیر نیالګیو له ډلې ۲۰۰ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي یې د کرنې ریاست اړوندو قوریو کې او پاتي یو میلیون یې د کرنې ریاست تر څار لاندې د خصوصي سکټور له خوا چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي:
«د هلمند د کرنې ریاست په پام کې لري، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې ځمکوالو او بڼوالو ته سږ کال هم مېوه لرونکي بڼونه جوړ کړي او د یادو بڼونو د اړتیا وړ نیالګي به له همدغو نرسریو څخه پېرل کیږي او پر بزګرو وېشل کیږي.»
یاد وزارت زیاته کړې چې د هلمند د کرنې اداره هڅه کوي، چې هلمند کې بڼوالۍ ته وده او پراختیا ورکړي او هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډ وخت کې مېوه نیسي او د ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.