لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو او تکړه سلو توپ اچونکی مجیب ځدران د ویسټ انډیز هیواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې تر ښه ځلېدو وروسته زیات ستایل شوی.
مجیب ځدران د ویسټ انډیز په سي پي ایل سیالیو کې تر ټولو توپاچونکو زیاتې ویکټې اخیستې دي.
مجیب توانېدلی، چې په کارابین لیګ کې ۱۳ ویکټې تر دې دمه واخلي.
هغه دا ویکټې په ۶ لوبو کې اخیستې دي.
په کارابین لیګ کې تر ځلېدو وروسته د کرکټ نړیوالي شورا پر خپلې رسمي فسبوک پاڼې د افغان لوبغاړي مجیب ځدران ستاینه کړې ده.
https://www.facebook.com/icc/photos/a.163728620312909/3717092014976534/?type=3
د ویسټ اندیز کورنۍ تجارتي سیالۍ د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري به دوام وکړې.
محمدنبي، راشدخان ارمان، نوینالحق، نجیب ځدران، ظاهرخان او محیب ځدران هغه افغان لوبغاړي دي، چې په دې لیګ کې د بیلابیلو لوبډلو سره لوبیږي.
د راپورنو له مخې افغان لوبغاړي به د کارابین لیګ په وروستیو لوبو کې ونه لوبیږي؛ ځکه د هیواد په شپږیزه کرکټ لیګ کې به ګډون وکړې.