خبر: نسیمه محمدي
په هېواد کې د موټر جوړونې شرکت مسوولانو، د ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، چې د دې سکټور څخه د دولت د ملاتړ په صورت کې، د دې شرکت تولیدات زیاتېږي او د لا ډېر کار زمینه برابرېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د موټر جوړونې شرکت د مسوول، محمد امین انور سره په خبرو کې ویلي، چې دولت د هېواد په هر ګوټ کې د صنعت د پراختیا څخه ملاتړ کوي.
پرون د دوشنبې ورځ، ښاغلي غني او د هېواد لومړۍ مېرمن، بي بي ګل، په هېواد کې د جوړ شوي موټر سره په ارګ کې، دوره ووهله.
ښاغلي غني د دې شرکت د مسوولینو سره په لیدنه کې زیاته کړه، چې دولت په هېواد کې د صنعت د پراختیا څخه ملاتړ کوي او ورسره، د پانګه اچوونکو او تولیدوونکو ته په دې برخه د ملاتړ زمینه برابروي.
همدارنګه د یاد تولیدي شرکت مسوولانو ولسمشر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې تر دې مهاله توانېدلي لس ډوله برقي او پټرولي موټرونه تولید کړي، چې هر یو د ۴۵۰ کیلو ګرامه وزن ظرفیت لري.
د یادونې وړ ده، چې د دې شرکت د جوړېدونکو موټرونو پرزې د چین هېواد څخه راوړل کېږي او وروسته یې طرحه او بسته بندي په هېواد دننه کې تر سره کېږي.