د افغان او اوزبیکستاني سیالانو لیدنه؛ ۱۹ کلنې لاسته راوړنې باید وساتل شي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
راپور: بشر درویش

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د اوزبیکستان له لوړ پوړو مقاماتو سره د لیدنو په دوام د اوزبیکستان ملي امنیت سلاکار ویکتور محمدوف سره وکتل.
ښاعلی اتمر اوزبیکستان د افغانستان تاریخي ملګری وباله او په اقتصادي، امنیتي او سیاسي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لاپراختیا ټينګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادنو د ملي ګټو پر وړاندې د شته ګواښونو، ترهګرۍ  سره د مبارزې په موخه د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د همکاریو او هڅو پر پیاوړتیا، د کابل او تاشکند ترمنځ د همکارۍ د موجودو میکانیزمونو په چوکاټ کې وغږیدل.
UzA - Foreign Ministers of Uzbekistan and Afghanistan speak over the phone
د اوزبیکستان د ملي امنیت سلاکار د افغانستان د سولې بهیر څخه د افغانانو په مالکیت او د تیرو ۱۹ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب سره، پدې برخه کې د خپل هیواد ملاتړ څرګند کړ.
یاد وزارت ویلي؛ همداشان هغه په فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادنو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په تیره بیا په اوزبکستان کې د افغانو محصلینو د وضعیت په هکله، ښاغلي اتمر ته معلومات ورکړل.
سرچینه زیاتوي؛ دواړو لورو د دواړو هیوادنو د خلکو ترمنځ تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره د اړیکو د لاټينګیدو لپاره د دواړو هیوادونو د رهبرانو پر قوي ارادې او ژمنې بحث او پدې برخه کې د هغوی پر زورې پاملرنې خبرې وکړې.