ډونلډ ټرمپ له خپل سیال جو بایډن څخه حیرانوونکې غوښتنه کړې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور:  مهر تاج

ډونلد ټرمپ له خپل سیال یا رقیب «جوبائیډن» څخه غوښتي، چې د نشه‌یي توکو ازمایښت ترسره کړي. ټرمپ وویل، ډېر ژر به په خپلې بریا سره یو ځل بیا امریکا خوشاله کړي.
د یوې فرانسوي رسنۍ په حواله: ډونالد ټرمپ د مخکني ولسمشر د مرستیال «جوبائیډن» څخه د نشه‌یي توکو د ټسټ غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ دا خبره د امریکا «مګزین واشنګټن اګزاملیر» سره په یوه مرکه کې کړي ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي، د جوبائیډن په هکله شکمن دی، چې د ټاکنیزو هلو ځلو په دوران کې مخکني ولسمشر مرستیال جوبایدن له نشه‌یي توکو څخه ګټه نه وي اخیستې.
د ټایم رسنۍ په حواله؛ له ولسمشر ټرمپ سره د دې ادعا د اثبات لپاره هېڅ ډول شواهد و ثبوت نشته، خو ټرمپ دا هم د ټاکنیزو هلو ځلو یوه برخه بولي.
ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو هلو ځلو په اوږدو کې د جوبایډن ښه کمپاین په لیدو سره وویل:

دا ناشونې ده چې جوباییډن دې په ناڅاپي توګه وکړای شي په دومره ښه توګه کمپاین وکړي. د ده په اند دا غیر ممکنه حالت دی.

ولسمشر ټرمپ د جوبائیډن په دې ناڅاپي توګه دومره ښه پرمختګ باندې حیرانتیا ښوودلې ده او ویلي یې دي:
“زما سیال جوبائیډن خامخا له نشه‌یي توکو څخه ګټه اخیستې ده.”
ټرمپ چې په ٢٠١٦م کې کله چې له مېرمن «کلنټن» سره سیالي کوله؛ نو ورته تور ورپورې کړی و او ویلي یې و، چې مېرمن «کلنټن» له نشه‌یي توکو څخه ګټه اخلي.
IMG-20200829-WA0031.jpg
ولسمشر ټرمپ پخپله ورستۍ وینا کې وویل، د امریکا خلک د ده په بریا خوشالېږي او دی به یو ځل بیا امریکایان خوشاله کړي.
د ولسمشر ټرمپ او د ده سیال نوماند د مخکني ولسمشر مرستیال جوبایډن لمړنۍ ژوندی مناظره به په ٢٩ د سپتمبر وي او دوې وروستۍ مناظرې به یې د اکتوبر په ١٥ او ٢٢مه ترسره شي.