راپور: بشر درویش
د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشې کول د سولې خبرو د پيل لپاره اساسي شرط بولي.
افغان رسنیو د ولسمشر غني له قوله ویلي چې د سولې خبرو د پيل لپاره یو اساسي شرط د افغان ځانګړو ځواکونو د ۲۰ هغو سرتیرو خوشې کول دي چې له طالبانو سره په بند کې دي.
همداراز د ولسمشر غني مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وايي، د حکومت دا شرط باید پوره او له طالبانو سره بند کې پاتې د افغان سرتیرو بندیان باید خوشې شي.
بلو پلو د ذبیح لله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند ویلي چې دوی هم هغه پورې خبرې نه پیلوي چې بندیان یې نه وي خوشې شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر حنیف اتمر هیله څرګندې کړې چې راتلونکې اونۍ به بین الافغاني خبرې پیل شي. هغه ویلي چې هر ډول خنډونه ختم دي او باید خبرې شروع شي.
په عین حال کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ویلي ول چې راتلونکې اونۍ به د حکومت او طالبانو خبرې پیل شي. خو د طالبانو د خبرو د پلاوي مشر عباس ستانکزي ویلي چې راتلونکې میاشت د خبرو د پيل په اړه کوم پلان نشته.