راپور: بشر درویش
ترکیې د اروپايي ټولنې د استازو وروستۍ خبرې او د وروستیو بندیزونو په اړه ددې اتحادیې دریځ وغانده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې اروپا اتحادیه د انرژۍ سرچینو د موندلو لپاره د ترکیې پر فعالیتونو د نیوکې کولو صلاحت نه لري او د دوی د درولو غوښتنه کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې حامي اکسو بیان کې ویلي:
«د اروپا اتحادیه هیڅ حق نلري چې په مدیترانې کې د جیولوژیکي سپړنې او برمه کارۍ په خاطر ترکیه وغندي او ددې کار د پای ته رسیدو غوښتنه وکړي.»
اروپايي اتحادیې تر دې وړاندې پر ترکیه د بندیزونو د لګولو ګواښ کړی و. یادې اتحادیې ویلي چې دا کار به د ترکیې د همدې کار په غبرګون کې وکړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکوماس هم پر ترکیې د بندیزونو خبره کړې ده. هغه ویلي که د مدیترانې په وضعیت کې پرمختګ ونه شي، نو همدا کار کولی شي.
باید وویل شي چې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر او د المان بهنروی چارو وزیر پرون په یوه ګډه خبري ناسته کې دا خبرې کړي دي.
دوی د اروپايي اتحادیې په استازیتوب وویل چې دې ټولنې پر ترکیې د بندیزونو موافقه کړې ده.
هغوی ویلي چې په مدیترانه کې د ترکیې چلند سره د اروپایانو ناراحتۍ مخ په ډیریدو ده.
هغه په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې د راتلونکې میاشت د اروپايي اتحادیې سرمشریزې په جریان کې د ترکیې پروړاندې په سختو اقداماتو خبرې وکړي.
باید یاده کړو چې شاوخوا یو کال کیږي چې ترکیې د سویلي ساحل (په ځانګړي توګه شمالي قبرص او ختیځ قبرص) او همدارنګه د ترکیې او لیبیا ترمینځ د اوبو زون موندلو لپاره د انرژي سرچینې په ځانګړي توګه ګاز د موندلو او برمه کولو عملیات پیل کړي.