د ژوند په اړه څو زړه‌راښکوونکې خبرې

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ
  • د کورني ژوند نېکمرغي: نېکمرغه سړۍ په دې پېژندل کېږي چې مېرمنه ورته ستونزې را ولاړوي او که یې ستونزې راکموي.

ـ د اندېښنو د لرې کولو لپاره یوازینۍ لاره پر قضا او قدر ټینګ او سم ایمان درلودل دي.
ـ په ژوند کې هر ښه اخلاق چې د ځواکمن او حق‌بښونکي دین تر اغېز لاندې نه وي، ښکلا او ځلا یې تتیږي او عمل یې بدرنګه کېږي.
ـ که خوښي دې خوښېږي، نو د خپل صحت خیال وساته. که نېکمرغي دې خوښیږي، نو ښه اخلاق ولره. که تلپاتې ژوند دې خوښ وي، نو خپل عقل ته وده ورکړه او که دا ټول دې خوښېږي پر دیني لارښوونو ټینګ شه.
ـ همدغه یو انسان دی چې د رنځ او شهوت په دام کې چې کله ښکېل شي، د جګړې، ودانونې او ویجاړونې د وسایلو په نوښت کې تر هر څه ځواکمن او تکړه شي.
ـ هېچاته په سپکه سترګه مه ګوره، که څومره کم هم وي، په کمه سترګه مه ګوره، ښایي داسې پرې راشي چې ورته د نږدې کېدلو هیله دې پیدا شي او جلا کېدل ترې د ډار خبره وي.
ـ هغه پوهه چې انسان ته درنښت نه شي بښلای او له پرېوتو کارونو څخه یې نه شي سپمولای د یوه ناپوهه بانډیڅي پوهه د ده له پوهې غوره ده، پوهه یعنې څه؟ پوهه دېته نه وایي چې پرې ناپېژندل شوو شیانو له پېژندنې څخه ګټې اخیستنې ته وایي.
ـ ښه خوی، د انسان په ډېرو منفي چلندونو پرده اچوي، لکه څنګه چې بد خوی د سړي ډېرې ښېګڼې پټوي.
ـ هغه تندر چې اوبه نه وروي، واښه نه زرغونوي. هر هغه نېک عمل، چې اخلاص پکې نه وي، د خیر او ښېګڼې مېوه نه ورکوي.
ـ هغه ښکلا، چې درنښت نه لري، هغه ګل ته ورته ده چې خوږ بوی نه لري.
ـ قناعت او تمه شتمني او نیستمني ده، ډېر ځلې به یو نېستمن تر تا شتمن وي او شتمن به تر تا نېستمن وي.
ـ په مینه او کرکه کې زیاتی مه کوئ، ډېر ځلې دوست دښمن کېږي او دښمن دوست کېږي.
ـ کله چې روغ وم، ډېرو خلکو ته مې ګټه ورسوله، خو چې ناروغ شوم، ډېر لږ یې زما خوا ته راغلل. که الله پر هغو ښېګڼو اجر راکړي، نو ما خپله اجوره پوره اخیستې، البته چې هم د روغتیا او هم د رنځورتیا پر مهال.
ـ ډېر مسکین هغه څوک دی چې د ژوند په پای کې پوه شي، چې ژوند لنډ دی.
ـ دا د ژوند دستور دی چې د یوه هیله په بل پوره کېږي یا د یوه پوره کېږي او د بل نه، که د ټولو په یوه وخت کې پوره شوی وای، نو ټولنیز ژوند ناشونی کېده.
ـ نېکمرغي د زړه ډاډ او ضمیر پاکۍ ته ویل کېږي او هر څوک د نېکمرغۍ په اړه ځانګړی نظر لري.
ـ که ایمان نه وای، نو ژوند به یوه ګونګه کلمه وای، چې پر مانا به یې څوک نه پوهېدل. که ایمان نه وای، نو ژوند به د موږک او سمسارې کور وای چې څوک به یې پر راز او مانا نه پوهېدل.
ـ چا چې خپل رب وپېژانده، په ژوند کې هر څه ته په مینه او ښکلا ګوري.

1 Comment

Comments are closed.