ژباړه: عایشه حیدري
ام خوږه ژېړ رنګه مېوه ده چې په ګرمو سیمو کې حاصل ورکوي، ام له مغذي موادو ډکه مېوه ده چې لږه کچه کالوري لري، ام د ډېرو بېساري ګټو ترڅنګ ځینې زیانونه هم لري. ام خورا لرغونې مېوه ده او شاوخوا ۴ زره کاله کېږي چې د انسان د خوراک وړ مېوو په ډله کې شمېرل شوې مېوه ده.
ام د ګټورو موادو لکه ګالوټانین Gallotannin، الفاکروټين Alpha-Carotene او بټاکریپټوکسانټین Beta Cryptoxanthin غوره سرچینه ده چې دغه مواد د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي. په ام کې د بېټاکاروټېن او A ویټامین شتون د سترګو په پیاوړتیا کې مرسته کوي او د B6 ویټامین شتون د هموسیسټیین Homocysteine په کنټرول کې چې یو ډول امينواسيد دی مرسته کوي.
د ام د ګټو په اړه مو لنډ مالومات درکړل، خو زموږ د نننۍ لیکنې موخه د ام د زیانونو په تړاو تاسو ته مالومات وړاندې کول دي. لیکنه تر پایه ولولئ او د ام د زیانونو په اړه مالومات ترلاسه کړئ!
لومړی – ام خوږه مېوه ده له همدې کبله شکر لرونکو ناروغانو ته زیان لري او د شکر ناروغان نه باید له دغې مېوې څخه ګټه واخلي.
دویم – ام په لوړه کچه امينواسید لري او په وینه کې د امينواسید ډېروالی د زړه او مغزو سکتې لامل کېږي، نو ځکه د ام په خوراک کې احتیاط پکار دی او له کچې باید زیات ونه خوړل شي.
درېیم – که چېرې له خام پلاستیک سره حساسیت لرئ، نو کېدای شي تاسو له ام سره هم حساسیت وښایئ، دا ځکه چې ام او خام پلاستیک دواړه اناکارډيک اسید Anacardic Acids لري، نو که له خام پلاستیک سره حساسیت لرئ د ام په خوړلو کې ډېر پام وکړئ.
څلورم – د ام پوستکی اوروشیول Urushiol په نامه یو ډول مواد لري، چې کېدای شي د دغو موادو شتون د ام په پوستکي کې په ځینو کسانو کې حساسیت رامنځته کړي.
پنځم – د ام ځینې خرڅونکي د دې لپاره چې ام ژر پاخه شي په امونو کاربیډ کلیسم استعمالوي، کېدای شي دغه مواد روغتیا ته ډېر زیان ورسوي، نو ښه به وي چې له هغو امونو څخه ګټه واخلئ چې کیمیاوي مواد ورباندې نه وي وهل شوي، خو که چېرې دا ډول امونو ته لاسرسی نه لرئ، مخکې تر دې چې ام وخورئ ښه یې واینځئ او د یوې شپې لپاره یې په اوبو کې پرېږدئ.
شپږم – ام په ډېره کچه پوټاشیم لري او د پوټاشیم لوړه کچه په بدن کې د اوبو برابري (تعادل) له منځه وړي، نو هغه کسان چې لوړ عمرونه لري باید ام له ډېر خوراک څخه ډډه و کړي، ځکه هر څومره چې د انسان عمر لوړېږي په همغې کچې کولمې له پوټاشیم څخه د وینو پاکولو بهیر کمزورې کېږي.
اووم – که چېرې ام له ډوډۍ مخکې وخوړل شي کېدای شي، معده له ستونزو سره مخ کوي، نو هڅه وکړئ چې ام له ډوډۍ وروسته وخورئ.
اتم – هغه خلک چې تبه لري باید د ام له ډېر خوراک څخه ډډه وکړي، ځکه چې د ام خوړل تبې لرونکو ناروغانو ته ډېر زیان لري.
نهم – د ام خوراک ځینو خلکو ته د خېټې دردونه پیدا کوي، دغه کسان کولای شي ام له زنجبیل سره یو ځای وخورئ.
لسم – ځینې خلک چې د ام له خوړلو سره حساسیت لري، هغوی فکر کوي چې له خام ام سره حساسیت لري، خو داسې نه ده کله چې یو انسان له خام ام سره حساسیت لري نو هغه د پخو امونو سره هم حساسیت لري، بویه حساسیت لرونکي کسان د هر ډول ام له خوړلو ډډه وکړي.
په پای کې باید یادونه وکړو که چېرې د ام له خوړلو سره حساسیت لرئ، نو هېڅکله ام مه خورئ، ځکه هغه کسان چې له ام سره حساسیت لري کېدای شي د ام په خوړلو سره یې شونډې وچې شي، په خولې کې یې ټپونه پیدا شي، په ساه اخيستلو کې یې ستونزه منځته راشي، اسهال شي، او یا هم کانګې وکړي.