راپور: مهر تاج
د امریکا د ولسمشر “ډونالد ټرمپ” خور (میریاني ټرمپ ییري) ویلي، چې ډونالد ټرمپ خپل ژوند کې هېڅ ډول اصول نه لري .د دۀ لار او غوښتنه صرف د ملاتړو خوشاله ساتل دي او بس.
د ډونالد ټرمپ د وریرې په کتاب کې د ټرمپ په هکله ځینې ډېري نوي او نه هېردونکي موضوعات لیکل شوي دي.
د کتاب نوم دی:
«ډېر زیات او هېڅکله هم بس نه دی، څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی دی.»
په دې وروستیو کې د ولسمشر ټرمپ د پخواني ملي امنیت سلاکار “جان بولټن ” جنجالي کتاب هم خپور شوی وو.
هغه وخت یې حکومت د خپریدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړې، خو ناکامې شوې.
خپریدونکي یې د امریکا د اساسي قانون د هغې مادې له مخې د خپرولو حق دفاع وکړه چې د بیان ازادي پکې تضمین شوې ده.
د ټرمپ د شخصي ژوند په هکله کتاب (ډېر زیات او هېڅکله هم بس نه دی؛ څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی) خپروونکې باندې هم محاکمه کې د ټرمپ د ورور لخوا عریضه شوې وه او د ټرمپ ورور ویلي ؤ؛ دغه کتاب کې زموږ په کورنیو اړیکو بحث شوی دی، چې موږ نه غواړو زموږ کورني او شخصي موضوعات مو نړۍ ته بربنډ شي.
د (ډېر زیات او هیڅکله هم بس نه دی؛ څنګه زما کورنۍ د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی زېږولی) کتاب لیکواله ۵۵ کلنه “مري ټرمپ” د ولسمشر ټرمپ د مشر ورور “فرېډ ټرمپ جونیر ” لور ده، چې هغه ورور یې په ۱۹۸۱ کال په ۴۲ کلنۍ کې مړ شوی.
د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې؛ یوۀ خبر کې ویل شوي دي، چې په ٢٠١٨ کال کې د ټرمپ د خور “میریان ټرمپ ییري” او د وریرې تر منځ یو تلفوني مکالمه هم ثبت شوي ده، پدې مکالمه کې ویل شوي دي، چې ټرمپ د کانکور په ازموینه کې هم فساد کړی وو، او په خپل ځای یې بل کس ازموینې ته لیږلي وو، چې په دې توګه نننی ولسمشر ټرمپ د کانکور ازموینه کې بریالی شوی وو .
د ټرمپ د وریرې په دې کتاب کې ډیرې نورې په زړه پوري خبرې او رازونه هم شتون لري .