د کابل بالاحصار بیارغیږي؛ هند سره ددې تاریخي ځای د رغولو تړون لاسلیک شو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

راپور: بشر درویش
د افغان ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې په افغانستان کې د هند د سفیر او اغاخان انکشافي شبکې ډیپلوماټیکې استازې ترمنځ د کابل بالاحصار تاریخي برخو د تحکیماتو او مرمت تفاهم لیک لاسلیک شو.
ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویي؛ په دغو مراسمو کې چې پرون ماسپښین په همدې مناسبت په ارګ کې ترسره شول د یاد تفاهم لیک تر لاسیک وروسته په افغانستان کې د هند سفیر وینی کمار وویل، کابل بالاحصار د افغانستان له تاریخي ځایونو څخه دی او هند د تاریخي ځایونو بیارغاونې ته لیوال او د افغانستان تر څنګ قرار لري.
یاران له نورو رسنیو 143 د کابل بالاحصار بیارغیږي؛ هند سره ددې تاریخي ځای د رغولو تړون لاسلیک شو
هغه زیاته کړه:

«هند د سوله ییز، هوسا او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی او هیله لرم دغه پروژه په بریالي ډول پایته ورسېږي.»

سرچینې ویلي؛ وروسته د اغاخان انکشافي شبکې ډیپلوماټیکې استازې شهیره زاده هرجي وویل، د اغاخان انکشافي شبکې فرهنګې برخه د تاریخي ځایونو د بیارغاونې او مرمت په برخه کې د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې فعالیت لري او په دې برخه کې بېلابېلې پروژې جریان لري.

تاریخي ځایونه او ویاړ

یاران له نورو رسنیو 144 د کابل بالاحصار بیارغیږي؛ هند سره ددې تاریخي ځای د رغولو تړون لاسلیک شو
ولسمشر غني په دې مراسمو کې ویلي چې تاریخي ځایونه، زموږ ویاړلی تېر موږ ته بیانوي، د دغو تاریخي ځایونو احیا نه یواځې له تېر سره زموږ اړیکې په ډاګه کوي، بلکې ددې هیواد د عظمت تصویر راتلونکو نسلونو ته لېږدوي.
جمهوررئیس زیاته کړه:

«کابل بالاحصار یو سمبول نه، بلکې یو تاریخي یادګار دی چې د سترو کارونو د ترسره کولو په خاطر زموږ د خلکو مبارزې او وړتیاوې څرګندوي.»

ښاغلي غني افغانستان سره د هند له مرستو مننه وکړه وې ویل، هند د عمراني کارونو په برخه کې زموږ ښه همکار دی. همداراز هند د جمهوریت او نورو هغو ارزښتونو په دفاع کې مرسته کوي چې موږ یو بل ته نږدي کوي.
یاران له نورو رسنیو 145 د کابل بالاحصار بیارغیږي؛ هند سره ددې تاریخي ځای د رغولو تړون لاسلیک شو
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د هیواد جمهوررئیس همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت ستوري ماڼۍ او بابر بڼ د بیارغاونې په خاطر د اغاخان انکشافي شبکې او په ټولو برخو کې د دغه بنسټ د مرستو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې کابل بالاحصار دوباره د افغانستان د فرهنګي او تاریخي جاذبو پر مهمه سیمه بدل شي.
د یادولو وړ ده چې د کابل بالاحصار تاریخي سیمو د بیارغاونې او مرمت پروژه د هند جمهوریت په مالي مرسته د اغاخان انکشافي فرهنګې شبکې په مټ تطبقېږي.