راپور: بشر درویش
روسي رسنۍ وايي، چې ددې هیواد ولسمشر ویلاد میرپوتین د اسرایلو له لومړي وزیره بینیامین نتنیاهو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ویل شوي؛ د خبرو پرمهال پوتین هیله څرګنده کړه چې د اسرایل – متحده اماراتو تړون به په سیمه کې د ثبات او امنیت پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
پوتین ویلي، په دې هیله دی چې وروستی شوی تړون به منځني ختیځ کې د ثبات سبب شي.
د روسې د ولسمشر رسنیز دفتر یوه اعلامیه کې ویلي چې د نظرونو تبادلې په جریان کې، دواړو مشرانو د منځني ختیځ د بحران د حل په مسئله خبرې وکړې.
ویل شوي؛ په خبرو کې په ځانګړي توګه د اسرایل او متحده عربي اماراتو ترمینځ د وروستي تړون په ترڅ کې د فلسطین د ستونزو د حل په برخه په عادلانه، هر اړخیزې او ثابتې پریکړې پر اړتیا ټینګار وشو.
ویل شوي په دې ناسته کې ددې ترڅنګ پوتین دمشق ته د خپل سفر په اړه هم وغږید او ترڅنګ یې دواړو د سوریې او هغو اړخونو په اړه هم سره خبرې وکړې چې اسرایلي دولت پرې اندیښنه لرله.
باید وویل شي چې تیره اونۍ متحده عربي امارتو او اسرایل یوه موافقه لاسلیک کړې ده، چې دې کار د ایران او یو شمیر نورو هیوادونو منفي غبرګونونه راپارولي دي.