راپور: بشر درویش
د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه. ارګ ویلي، دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ شوې ده.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې له ۲۴۳ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د لارښوونو غوښتنې او یادښتونو په ګډون د ۱۰ تدارکاتي مواردو د ارزونې په پایله کې لازم تصمیمونه او لارښوونې وشوې.
سرچینه زیاتوي؛ په ورکړل شویو تړونونوکې، د لوی درستیز د مخابرې ریاست د اړتیا وړ مخابرو پرزې او۳ کیلو واټه جنراتورونو تهیه او تدارک، د ملي اردو د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو او د ساحوي قول اردوګانو اړتیا وړ شپږ قلمه تازه مېوې برابرولو پروژې تړون ورکړه او د ملي اردو د قطعاتو او جزوتامونو اړتیا وړ صحرایي تحکیماتو د ۱۰۱ قلمه موادو د تدارک په اړه د پرېکړې تحقق هم په کې شامل دي.
ارګ ویلي؛ په یادو ۱۰ تدارکاتي مواردو کې، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې اړوند ( کاپيسا، پروان، پنجشېر، بامیان، پکتیا، نورستان، سمنګان، غور، بادغېس او نیمروز) ۱۰ ولایتونو کې د ملي دسترخوان پروژې لپاره د واحدې سرچینې روش څخه په استفادې د همکارو موسسو د ګومارلو په هکله د لارښوونې غوښتنې په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
ویل شوي؛ د کمېسیون دې غونډه کې، د ادارو ترمنځ د تدارکاتي چارو د چټکتیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشوې، پردې سربېره ټېنګار وشو چې تفکيک او لومړیتوب ته په پام دې د پروژو تدارکاتي چارې د هغو له قانوني نېټې سره سمې بشپړې شي.