د شیرزي پارک او د ولایت مقام تر منځ یوازې یو دیوال دی؛ خو دا نری دیوال لکه د چین دیوال چې وي؛ دیخوا ترې هیڅ نه ښکاري. په دې پارک کې د ماشومانو لپاره د لوبو محدود شیان دي او دا شیان له کلونو راهیسې وران دي؛ خو د جوړولو لپاره د چا تر نظر نه ورځي.
د لوبو د ګوتو په شمیر دغه وسایل د ګل اغا شیرزي د ولایت په مهال جوړ شوي وو او تر څو کلونو یې ماشومان خوشحاله وساتل. له هغه وروسته دوه والیان بدل شول. مولوي صیب راغی، یو بل راغی او د دریېم هم شاوخوا دوه کاله په پوره کیدو دي، خو هیڅ والي لا په خپل ګاونډ کې زموږ د محرومو ماشومانو د لوبو د ویجاړو شویو وسایلو په ترمیم ځان اګاه نکړ. د بې شمیره احکامو د صادرولو په ترڅ کې د دغه ترمیم حکم صادر نشو.
د ولایت په مقام کې شاید هر والي هره ورځ بار بار د پرمختګ او انکشاف شعارونه ورکړي وي او ورکوي یې، خو د عمل په میدان کې بیا دا حال دی چې د لوبو د محدودو شیانو انکشاف خو لا څه چې ترمیم ته یې هم د چا واره نه راځي.
ماشومان له هر څه زیات لوبو ته اړتیا لري او دا یې له لومړنیو حقونو څخه دي. سالمې لوبې د ماشومانو پر روغتیا او ذهني وده پوره اغیز لري. هغه حکومتونه چې د وطن راتلونکی پرې ګران وي او وطن ته د یوه ارزښت په سترګه ګوري، نه د عایداتو د سرچینې په نظر؛ نو د ماشومانو لپاره بیلابیل پروګرامونه لري او پر دغه مهم او اینده جوړوونکي نسل پانګونې کوي؛ خو دلته کیسه په بل ډول ده. البته دلته وطن ته یوازې د عایداتي منبع په نظر کتل کیږي او بس. همدا علت دی چې اشخاص شتمن کیږي او وطن هماغه شان د فقر او د نه پرمختګ په ګرداب کې پروت دی.
زموږ له ماشومانو سره یو ظلم دا وشو چې د ښار شنې ساحې صاحب رسوخ او زورورو په ډېرې سپین سترګۍ غصب کړې. وې پلورلې او یا یې پکې خپله ابادي وکړه او په دې توګه یې ماشومان له پارکونو او میله ځایونو محروم کړل؛ څه چې د غاصبانو له کثیفو منګولو پاتې دي او پارکونه پکې دي هغوی ته څومره چې په کار ده، توجه نه کیږي.
زموږ ماشومان تر ګردو ماشومانو ډیر مستحق دي؛ ځکه چې روحاً نارامه دي او تفریح ته اشده اړتیا لري. د دغه کمبخته نسل ډیری برخه له یوې خوا د فقر په منګولو کې راګیر ده او له بلې خوا په مستقیم او غیر مستقیم ډول د وژنو، جګړو او وحشتونو شاهدان دي. دوی په همدغه شان یو خشن چاپریال کې لوییږي او چې د لوبو له چانسه هم محروم شي نو کیسه نوره هم خطرناکه کیږي.
د مارچ په ۲۷مه، له بیلابیلو زونونو څخه ګڼ ژورنالیستان جلال اباد ته راغلي وو. د پلان له مخې دوی والي صیب سره هم کتل. زه هم ور سره یو ځای شوم. له والي صیب سره د خدای پامانۍ په مهال مې په لاره کې دوه دقیقې د خبرو فرصت پیدا کړ. همدې کم وخت کې مې د والي له غوږه په شیرزي پارک کې د ماشومانو د لوبو دویجاړو شویو وسایلو د ترمیم غوښتنه تیره کړه. ځواب دا و چې د دې لپاره لوی پلان لري؛ خو خدای خبر چې دا لوی پلان به کله عملي کيږي؟ چیرته چې واړه پلانونه په کلونو کلونو کې نه دي عملي شوي ( د لوبو د محدودو وسایلو ترمیم) لوی پلانونه به کله عملي شي.
په هر صورت، والیان هم ملامت نه دي. د ولایت د مقام شاوخوا چمنونه دي. ګلونه دي. شنې ونې دي. ښایسته منظرې دي. والیان څه اړتیا لري چې د شیرزي پارک کې یخ مالک ووهي او یا په ټال کې وزانګي؛ که وران وي که ودان دوی ته بې تفاوته ده.
محمد نعمان دوست
د وري ۳۰مه، ۱۳۹۷