لیکنه: ملیحه ناصري
ښايي موږ د ژوند په داسې پړاو کې و اوسو چې د مثبت فکر کولو جرئت یې رانه اخیستی وي. که ځیر شو مثبتاندي له کومې مادي/ چاپېریالي ښکارندې سره تړاو نه لري، ښايي ویې لري، خو دا لاره ځينو کسانو موندلي وي، هر څوک یې نشي موندلی.
هر څه د انسان په خپل شخصي لیدلوري پورې اړه لري، نو موږ د دې لیدلوري د مثبتې اصلاح لپاره ځينې لارښوونې درته کړې چې پلي کول یې تاسو رښتینې خوښۍ ته رسولی شي.
۱- لومړنی ګام په دې لاره کې د منفي تلقین لرې کول دي. موږ او تاسو ځينې وخت ځان ډاډه کوو چې پلانی کار موږ نشو کولی؛ خو هغه پلانی/ۍ یې کولی شي. ولې یې موږ نشو کولی؟
ځکه چې ملا ټينګه نه ده ورته تړلې، له کولو یې وېره لرو، پر هغې لاره د تګ جرئت نه لرو، په اړه یې منفي فکر کوو او داسې ګڼو چې ګڼې موږ یې پای خرابوو. دا منفي تلقین باید پر مثبت واړوو.
۲- مثبت کلمات ویل مو عادت وګرځوئ. ځينې کسان پر منفي او خپهکوونکو خبرو روږدي دي. د دې خبرو تر خولې راوېستل، یوازې ویونکی نه خپه کوي، مخامخ اورېدونکی یې هم ځورېږي. منفي خبرې په خپل ذات کې پر مقابل کس هم منفي اغېز پرېباسي. هېره دې نه وي چې منفي اندي کس سره ناسته -پاسته بلاخره انسان ستړی کوي، اړ باسي یې چې له داسې کس نه په هر دلیل چې وي ځان خلاص کړي.
۳ – د هغو کلیمو او عبارتونو تکرارول خپل عادت وګرځوئ چې تاسو ته مثبته انرژي بښي. که چېرې رښتیا هم نه وي، یا د رښتیا کېدو چانس یې کم وي؛ خو تاسو یې په بیا بیا ویلو سره رښتیاینې ته ورنږدې کړئ. باور وکړئ، څومره چې مثبت فکر کوئ، هغومره مو ژوند په خوښه ځان درته بدلوي؛ مثلاً ووایاست چې زه داسې کس یم چې ټول مینه راکوي، زه د دې مینې وړ یم، زه کولی شم ډېر سوکاله ژوند ولرم، زه هغه څوک یم چې خدای مې بښي او ….
۴- پر ځان شک مه کوئ ، له تېرو تجربو مو درس واخلئ، نوي ژوند ته مو کړنلاره چمتو کړئ. انسانیت او اسلامیت مو معیار کړئ، د ځان د درناوي تر څنګ نورو ته درناوی مه هېروئ. د انسان د ضعف/ کمزوری ټکی همدا دی چې پر خپلو وړتیاوو شکمن وي او ځان ته درناوی ونه لري.
۵- د هېچا د هغو منفي خبرو او عکس العملونو په کیسه کې مه کېږئ چې تاسو پرې ځوروي. زده کړئ چې ځینې وخت انسان بېتفاوته هم خوند کوي. بېتفاوتي زده کړئ؛ خو له حده ډېره يې ښه نه وي. د مینې ځواب په ښو ورکړې؛ خو د بدۍ پر وړاندې بېتفاوته اوسئ.
۶- شکر وکاږئ. کېدی شول چې روان حالت تر دې هم بد یا لا هم خراب شوی وی. په هر حال له خدایه منندوی اوسئ. که حافظه مو کمزورې ده، لېوني دریاد کړئ چې بیخي پر څه خبر نه دي.
که ژبه مو بندېږي، ګونګیان دریاد کړئ، که لاس مو مات دی، معلولین دریاد کړئ؛ ځکه تاسو رغېږئ؛ خو هغوی نه. که یو زوی مو مړ وي، هغه کسان دریاد کړئ چې څلور یې غبرګ شهیدان شوي. په هر حال کې د خدای مهرباني مه هېروئ!
۷- تر هغو چې ونه لوېږئ، پاڅېدلی نشئ. که مو لاس تڼاکې نشي، د جوړ پوستکي په خوند نه پوهېږئ. ماتې او ناکامي د ژوند پای نه دي. تر هرې ماتې وروسته یوه داسې بریا درته په تمه وي چې ستاسو برخلیک ټاکي. مهمه دا ده چې تاسو یوازې دې بریا ته د رسېدا لار ومومئ.