لیکنه: ملیحه ناصري
څېړونکي وايي هغه کسان چې د زړه د ټکان/ ضربان د سمولو پهپار پيس میکر یا ډفیبریلاتور کاروي، هغوی دې ځيرک مبایلونه له زړه لرې ګرځوي.
پيس میکر( ) هغه آله ده چې د زړه د ټکان د تنظیمولو پهپار په سینه یا خېټه کې اېښودل کېږي. د الکترونیکي کړنو په پایله کې د زړه اړ باسي چې منظم ټکان ولري.
یوې ډلې روغتیاپالانو ۳۰۰ کسه د زړه ناروغان تر څېړنې لاندې ونیول چې ایا په رښتیا هم مبایل زیان ورته لري؟ که لري یې څومره دی؟ په کوم وخت کې د مبایل تاوان لا ورته ډېرېږي؟
دوی په دې درېیو حالتونو کې د مبایل خپرېدونکي څپې او امواج څېړل، د هغوی کچه یې مالوموله.
جوته شوه چې د دې څپو ډېر اغېز د زنګ وهلو وخت کې و او څپې یې ډېرې خپرېدې. همدا وخت و چې د دې ناروغانو د زړه فعالیت کې یې ګډ وډي پیدا کوله.
هغه کسان چې د زړه د روغتیا لپاره ځينې ماشینونه کاروي، د ځيرکو او نورو مبایلونو کارولو کې دې احتیاط کوي. ډاکتر کارشن چې د المان مونیخ کې دی وايي:
“کېدی شي ضربان جوړوونکي د مبایل په څپو او زېګنالونو باندې تېروځي، هغه امر چې له ماشینه یې اخلي د مبایل د مقناطیسي څپو په خپراوي سره خپل فعالیت ودروي او داسې وګڼي چې موږ ته ماشین امر کړی. داسې حالت کې شونې ده چې ناروغ سکته وکړي، کومه بله جدي ستونزه ورته پیدا کړي، آن ومري.“
دا هم نه ورته ویل کېږي چې بیخي دې مبایلونه وغورځوي، خو احتیاط ورته پکار دی. ځينې روغتیاپالان خو دا هم وايي چې ان د برق لینونه دې له استګنځیو لږ څه لرې وغځول شي، ځکه کېدی شي د زړه د ماشینونو کړنې خرابې کړي. د دې لیکو لاندې تېرېدل دومره غټه ستونزه نه لري، خو تر هغو لاندې ډېر درېدل سم کار نه بريښي.
نو سپارښتنه کېږي چې د زړه ناروغان دې مبایلونه د زړه پر سر جېبونو کې نه ږدي، څو روغ پاتې شي. لږ تر لږه ۱۵-۲۰سانتي متره دې له زړه لرې ساتي.