د پرېکړو نیولو ضعف، نښې، لاملونه او د حل لارې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

د ذهن او د کړونو ناسمون په یو چار کې د پرېکړو د نیولو د ضعف په نامه یادېږي. د پرېکړو په نیولو کې ضعف ډېری لاملونه کېدای شي، خو په اصل کې دا یوه اروايي ناروغي ده، چې کېدای شي بېلابېلې نښې ولري، خو موږ یې دلته ځینې یادوو:
ـ د پرېکړو په نیولو کې دوه زړه کېدل؛
ـ د پرېکړو په نیولو کې ځنډ؛
ـ د پرېکړو په نیولو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله وېره؛
ـ د ستونزو په بیانولو کې او د هغې په ښودنه کې زیاتی کول؛
ـ د پرېکړو د پایلې په هکله منفي قضاوتونه.
یادې نښې په هغو کسانو کې لیدل کېږي، چې د پرېکړو په نیولو کې ستونزې لري.
له نښو څخه وروسته د یادې اروايي ناروغۍ د لاملونو په هکله ځان پوهونه اړینه ده.

لاملونه

ـ د پرېکړې د خرابې پايلې څخه ډارېدنه، ګوندې سمه پایله به نه اخلم او منفي سوچونه کول؛
ـ له پخوانیو ناکامو تجربو څخه ډار، چې هغه تجربې به بیا تکرارېږي؛
ـ بېلابېلو مسئلو ته له یوه اړخ نه کتنه، داسې چې ټولې مسلې یو ډول دي او یو ډول پایلې به لري.
ـ د شاوخوا د خبرو او د لید لورو تر تأثیر لاندې راتګ او د خپل سوچ جدي نه نیول؛
ـ د الله ج پر وړاندې د ضعیف توکل او باور لرل؛
ـ د یوې مسئلې یوازې منفي اړخ ته کتنه او له نورو ټولو اړخونو تېرېدنه او جدي نه نبول.
ـ د کلتور او فرهنګ په هکله د لږ مالومات درلودل او د ټولنیزو چارو سره نابلده اوسېدل؛
دا هغه لاملونه دي چې د پرېکړو نیول ستونزمن کوي، خو د حل لارې هم لري، چې په لاندې توګه یې بیانوو:
ـ د یوې مسلې ټول اړخیزه څېړنه؛
ـ د ذهني او عاطفي دواړو اړخونو څخه په برابره توګه ګټه اخیستنه؛
ـ له مسلکي کسانو سره مشوره کول؛
ـ که چېرې په خپله پرېکړه کې له ستونزو سره مخامخ شو، نو له ټولو حل لارو څخه بهترینه او موثره د حل لاره غوره کول؛
دې ټولو ټکو ته په پاملرنې سره کولای شو، چې خپلې ستونزې د پرېکړې نیولو په وخت کې حل کړو.