لیکنه: نسیمه محمدي
له یوه همکار مې واورېدل، چې غواړي یو ښه اورېدونکی ولري، د زړه خبرې، د ژوند د لیدلو کړاوونو او دردونو په اړه خبرې ورسره شریکې کړي او هغه یې دا خبرې په غور واوري او د ده درون ته ښکته شي. د شوخ طبعیت له مخې مې مهمه ونه ګڼله، او هسې بې ګټې خبره راته وبرېښېده.
خو د میاشتو په تېرېدلو او د ژوند او روزګار سره د مبارزې په لړ کې، داسې یو احساس لرم، چې یو اورېدونکی/ې ولرم، خبرې مې د زړه په غوږونو واوري، لارښونه وکړي او ډاډ راکړي. چې د اوږو بار مې سپک او د دې ټولو وړ او زغمونکی/ې یې ومومم.
خبره تر اورېدونکي یاده شوه، نو دا اورېدونکی څوک کېدلای شي؟
لکه څرنګه چې موږ انسانان ټولنیز موجودات یو، نو د د ټولنې سره مستقیمه اړیکه لرو، کورنۍ، مور او پلار، خویندې او وروڼه، همکاران/ې، ټولګيوال او خورلڼې…
ژوند د ستونزو، خوښیو، بریاوو او ناکامیو ټولګه ده، د ژوند په اوږدو کې د هر ډول حالت او وضعیت سره چې ممکن تجربه کړي یا مو هم تجربه کړي نه وي، مخ شو، که مو تجربه لرله په اسانۍ سره د چارو/ ستونزو له بار وتلای شو، خو هغه چې نوی پېښې او حالتونه وي، اړتیا ده مشرانو او پوهو کسانو څخه مشوره واخلو.
ممکن ډېری کسان په دې اند وي او دي هم، چې له نورو سره د ستونزو شریکول او مشوره غوښتل ښه کړنه نه ده او هغه چې پخپله کس یې د زغم او حل وړتیا نه لري، له نورو دې هم تمه نه کوي. سمه ده، ځینې مسایل دي، چې نور څه حتا له خپلې حافظې یې هم ایستل پکار دي. داسې نه چې د مشکل د حل پر ځای خبره ډنډوره شي او نورې ستونزې وزېږوي.
خو د ډېرو خبرو په زړه کې ساتل د بېلابېلو ناروغیو، عقدې او په پای کې د ټولنې او خلکو څخه د جلاوالي او انزوا سبب ګرځي. چې دا نه د ټولنې په ګټه ده او نه د فرد.
نو ښه ده په ژوند کې یو ښه اورېدونکی شتون ولري، دا شتون د ډاډ او اطمینان سبب ګرځي. د ستونزو د حل او له وېرې ختمېدلو سره مرسته کوي.
دا ښه اورېدونکي، مور پلار، د باور وړ/ رښتیني دوستان او د ژوند ملګری/ ملګرې کېدای شي.