پاکستان پر ملابرادر، انس حقاني او یو شمیر نورو طالب مشرانو د بندیزونو خبر ورکړ

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړې سره سم د طالبانو د سیاسي مرستیال او د حقاني شبکې د مشر پرضد نويو بندیزونو خبر ورکړ.
د فارس خبري اژانس یوه راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې، پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو نورو مشرانو باندې نوي بندیزونه لګول شوي دي.
دا بندیز په داسې حال رامخته کیږي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر، دا مهال په قطر کې د خبرو اترو د ډلې مشري کوي او د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ یې تړون لاسلیک کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۵۵ پریکړې پراساس ، د طالب مشرانو او حقاني شبکې ملکیت ضبط شوی او سفر به یې محدود شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد چوهدري په دې اړه خبریالانو سره خبرې کړي.
هغه ویلي: «

دا بندیزونه نوي ندي او پاکستان د امنیت شورا د پریکړې سره سم په دې ډلې باندې بندیزونه لګولي دي.»

هغه ټینګار وکړ دا عمل به ډیر څه اغیزه ونلري او دا محدودیتونه به د اوږدې مودې لپاره په دې خلکو باندې وي.
باید وویل شي چې د بندیزونو خبره داسې مهال کیږي چې ویل کیږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي خبرې تر یوې نامعلومې نیټې ځنډیدلي دي.