راپور: بشر درویش
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي افغان مشرانو ته ویلي چې له تیرو غلطیو زده کړه وکړي او د افغانستان د ملي ګټو په اړه فکر وکړي.
ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کالیزې د مبارکۍ په پیغام کې پر ټویټر لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسه یوې ژمنې مرحلې ته رسېدلې ده.
خلیلزاد زیاته کړه چې تمه کیږي په افغانستان کې ۴۰ کلنه جګړه د سولې د خبرو په پایله کې پای ته ورسیږي او اوس د دې وخت رارسیدلی چې ژر تر ژره د افغانانو تر منځ خبرې پیل شي.
هغه له افغان سیاسي مشرانو وغوښتل چې د افغانستان ګټو ته لومړیتوب ورکړي او له تیرو تیروتنو زده کړي.
د خلیلزاد په خبره؛ ټولې خواوې باید په هیواد کې د سولې او جګړې د پای ته رسولو لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.
هغه همداراز ویلي د سولې په پروسه کې له ننګونو سره سره د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پروسه په یوه هیله ورکوونکي پړاو کې ده.
هغه بین الافغاني خبرې اترې یو تاریخي او حیاتي ګام وباله او ویې ویل چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه باید ډیر ژر پیل شي.
د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې خبرې اترې د جګړې بندیدل او د دایمي اوربند لاره ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ۴۰۰ خطرناک طالبانو د خوشې کولو له تائیدولو وروسته چې مشورتي لویې جرګې یې هم خوشې کیدلو مشوره ورکړې ده، یو ځل بیا دا پروسه ځنډیدلې ده چې لامل یې د یو شمیر هیوادونو له لورې د ځینو بندیانو په خوشې کولو اعتراض دی. له دې ډلې یې استرالیا او فرانسې ویلي چې ددوی د خلکو د وژونکو طالب بندیانو خوشې کول نه مني.