کرنې وزارت: سږکال ۸ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
راپور: بشر درویش

سږکال څه باندې اته زره او ۵۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په شپږو لومړیو میاشتوکې پر بزګرانو اته زره او ۵۸۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه اصلاح شوي تخمونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنې پراختیا، د خوړو خوندیتوب او د زیانمنو کورنیو د عوایدو زیاتولو په پار وېشل شوي دي.

ویل شوي؛ دغه راز د کرنې وزارت د خړو د خوندیتوب او د کورنیو د معیشت ښه کولو په پار د غلو دانو، حبوباتو، د مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو د زیاتولو له لارې له هغو بزګرانو چې له خپل لګښتونو څخه ډېر غنم ولري اووه زره او ۵۰۰ مټریک ټنه غنم پېرې او اسټراټیژیکو زېرموته یې لېږدي. ددغو غنمو د پېرلو لړۍ ۲۰ سلنه بشپړ شوي دي او ټاکل شوې، چې د روان مالي کال تر پایه یې د پېرلو لړۍ بشپړ شي.
سرچینه زیاتوي؛ اسټراټیژیکو زېرموته د هندوستان د ۷۵ زره مټریک ټنه مرسته شوي غنمو لېږد هم د خوړو خوندیتوب او د کورنیو د معیشت ښه کولو په پروګرام کې شامل دي. ددغو مرستو د لېږد چارې هم ۲۰ سلنه بشپږ شوي دي.